د تېرې اونۍ په ترڅ کې له پاکستان او ایرانه شاوخوا ۱۰۰۰۰ افغان کډوال خپل هېواد ته ستانه شوي

AP ۱۴۰۲ مرغومی ۱

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت له‌خوا د ورکړل شویو شمېرو له مخې، تېره اوونۍ له پاکستان او ایرانه شاوخوا لس زره کډوال په زور او خپله خوښه هېواد ته ستانه شوي دي.

د طالبانو د کډوالو چارو وزارت د اېکس پاڼې له‌خوا په خپرو شویو شمېرو کې چې د لېندۍ میاشتې له ۲۳مې تر ۳۰ مې یې خپرې کړې د دغو کډوالو شمېر له لس زرو اوښتی، چې له پاکستان او ایرانه په زور او یا هم خپله خوښه هېواد ته راستانه شوي دي.

له هغه مهاله چې پاکستان افغان کډوالو ته د وتلو ضرب الاجل ټاکلی، په تېرو دوو میاشتو کې څه باندې پنځه لکه افغان کډوال له پاکستانه په جبري توګه را اېستل شوي او ایران او ترکیه هم زرګونه افغانان په زور له خپلو هېوادونو را باسي.

نور خبرونه

رادیو