د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر ایران ته ولاړ
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ضیا احمد تکل په اېکس پاڼه لیکلي، چې امیرخان متقي د فلسطین نړۍوالې مشورتي ناسته کې د ګډون لپاره ایران ته تللی دی.
هغه لیکلي، چې متقي د ایران حکومت په رسمي بلنه دغې ناستې ته ورغلی دی.
طالبانو تر دې وړاندې هم په ځلونو د خبرپاڼو په خپرولو سره له فلسطینه خپل ملاتړ په ډاګه کړی دی او تل یې پر غزې د اسراییل بریدونه غندلي دي.