د نجونو پر پوهنتون لګېدلی بندیز یو کلن شو؛له کابل پوهنتونه ۲۵۰۰نارینه زده‌کړیالان فارغ شول

AP ۱۴۰۲ مرغومی ۱

د نجونو پر لوړو زده‌کړو او پوهنتون ته د دوی پر تګ د لګېدلي بندیز له یو کال تېرېدو سره هم‌مهاله، تېره ورځ په کابل پوهنتون کې د ۲۵۰۰ نارینه زده‌کړیالانو د فراغت غونډه ونمانځله.

په دغې غونډه کې د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني، د دغې ډلې د ملي دفاع وزیر مولوي یعقوب مجاهد او د دوی د لوړو زده‌کړو وزیر ندا محمد ندیم هم ګډون کړی و.

ندا محمد ندیم په دغه غونډه کې ويلي، چې ډله یې په هېواد کې د زده‌کړو پراختیا او پرمختګ ته ژمنه ده او په وینا یې« که څه هم بهرنیان د هېواد د پرمختګ په برخه کې ځینې وړاندیزونه لري؛ خو په حقیقت کې زموږ د پرمختګ غوښتونکي نه دي.»

ورته مهال د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني بیا لوستي او د لوړو زده‌کړو فارغان د هېواد له پاره اړینه پانګه بللې ده.

خو دوی د خپلو دغو څرګندونو خلاف؛ تېر کال په ډسمبر میاشت کې د یوه مکتوب په خپرولو سره ټولو دولتي او خصوصي پوهنتونونو ته خبر ورکړ، چې تر امرثاني په پوهنتونونو کې د نجونو زده‌کړې وځنډېدې.

د دغه خبر په خپرېدو د کابل د طب پوهنتون یوې زده‌کړیالې خپل ځان وواژه، د پوهنتون ځینو استادانو استعفاوې ورکړې او نارینه زده‌کړیالانو هم خپلو ټولګیو ته له تګ ډډه وکړه؛ خو دغه ټول اعتراضونه بې پایلې وو.

که څه هم دغه پرېکړه او بندیز د نورو بندیزونو يه څېر تر نړۍوالې کچې وغندل شو؛ خو د یو کال په تېرېدو لا هم دوی له خپلې پرېکړې نه دي په شا شوي.

نور خبرونه

رادیو