د ترکیې پولیسو ۸۵ تنه بې اسناده کډال نیولي چې ډیری یې افغانان دي

AP ۱۴۰۲ لیندۍ ۳۰

ترکي رسنیو د دغه هېواد د پولیسو له قوله ویلي، چې د دغه هېواد په «آغري» ښار کې ۸۲ افغان کډوال نیول شوي دي.

د راپورونو له مخې د ترکیې پولیسو د چهار شنبې په ورځ د (لیندۍ ۲۹مه) ۸۵ تنه کډوال نیولي چې ډیری یې افغانان دي.

د ترکیي پولیسو ویلي دغه کډوال چې په نا قانونه لارو له اسنادو پرته ترکیې ته داخل شوي وو، د یو باروړونکي موټر د پلټنې پر مهال یې نیولي دي.

د پولیسو په خبره دغه کډوال یې تر پلټنو وروسته د آغري ښار د کدوالۍ ادارې ته سپارلي دي.

تېره اونۍ هم د ترکیې پولیسو ۶۴ هغه افغان کډوال په آغري او ساکاریا ښارونو کې نیولي وو، چې په دغه هیواد کې یې د اوسېدو قانوني اسناد نه لرل.

ترکیې د روان میلادي کال له پیله تر دې مهاله له ۴ زره څخه ډیر افغان کډوال نیولي او افغانستان ته استولي دي.

نور خبرونه

رادیو