د پاکستان او ایران ولسمشرانو په غزه کې د جګړې د مخنیوي لپاره د ګډو هڅو غوښتنه وکړه

د پاکستان ولسمشر او د هغه ایراني سیال په غزه کې د روانې غمیزې د بندېدو لپاره د اسلامي هېوادونو د ګډو هڅو غوښتنه وکړه. د پاکستان د دولتي راډیو د خبر له مخې؛ د دغه هېواد ولسمشر عارف علوي له ابراهیم رییسي سره نن ټلیفوني خبرو کې په غزه کې پر روان حالت اندېښنه وښوده.

په دې خبرو کې د پاکستان ولسمشر پر دې هم خواښیني وښوده، چې د حماس پر ضد د اسراییل بریدونو کې تر ۱۹ زرو ډېر کسان ووژل شول؛ خو لا هم د ملګرو ملتونو امنیت شورا په غزه کې پر اوربند بریالۍ نه شو.