د لېندۍ ۳۰مه؛ د طالبانو له‌خوا د نجونو پر پوهنتون لګېدلی بندیز یو کلن شو

AP ۱۴۰۲ لیندۍ ۳۰

تېر کال ټیک پر دغې ورځ د طالبانو په یوه مکتوب کې راغلي و، چې د کابینې د پرېکړې له مخې تر امر ثاني په ټولو دولتي او خصوصي پوهنتونونو کې د نجونو زده‌کړې وځنډېدې.

هغه مهال د طالبانو دغه پرېکړه له پراخو نیوکو سره مخامخ شوه او په کابل کې د طب پوهنځي یوې زده‌کړیالې د دغې پرېکړې په اورېدو ځان هم وواژه.

د نجونو له اعتراضه نیولې، ځینو د پوهنتون استادانو استعفاوې ورکړې او ځینو نارینه زده‌کړیالانو په بېلابېلو ولایتونو کې پوهنتون ته د نه تګ خبرداری هم ورکړ؛ خو کومه پایله یې نه درلوده.

د دې ترڅنګ د طالبانو دغه پرېکړه له هېواده بهر هم په نړۍواله کچه له پراخو نیوکو سره مخ شوه؛ خو تر دې دمه د «امرثاني» د خبرتیا کوم څرک نه دی لګېدلی.

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس وېسټ هم د دغه بندیز د یو کلن کېدو په اړه په خپله اېکس پاڼه لیکلي:« یو کال وړاندې طالبانو په پوهنتونونو کې د ښځو پر ګډون د نه منلو وړ بندیز اعلان کړ. هغه افغانان چې زه ورسره خبرې کوم دا درکوي، چې هېواد د راتلونکي نسل ښځینه ډاکټرانو، انجنینرانو، سوداګرو مشرانو، ښوونکو ته اړتیا لري؛ ترڅو وده او پرمختګ وکړي او په خپلو پښو ودرېږي.»

هغه زیاتوي:« د افغانستان د راتلونکي او په یوه باثباته سیمه کې زموږ د خپلو ګټو لپاره، موږ باید په ټولو کچو کې زده‌کړو ته د ښځو لاس‌رسی د خپلو لومړیتوبونو په مرکز کې وساتو.»

د افغان ښځو او بشري حقونو په برخه کې د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري په خپله اېکس پاڼه لیکلي:« طالبانو واک ته له رسېدو وروسته د افغانستان نیمایي نفوس خپلو هیلو ته له رسېدو او ټول هېواد له اقتصادي ثبات څخه محروم کړي دي.»

هغه وایي:« موږ ټول باید د افغان ولس په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو تر څنګ ودرېږو؛ ځکه چې دوی له موږ څخه د دغو سیاستونو د مخنیوي غوښتنه کوي او دغه سیاستونه د افغان کلتور نه؛ بلکې د طالبانو د اېډیالوژۍ زېږنده دي.»

نور خبرونه

رادیو