شهرزاد اکبر: د طالبانو له ستنېدو وروسته مو د بشري حقونو د سرغړونو بېلګې مستندې کړې دي

AP ۱۴۰۲ لیندۍ ۳۰

د افغانستان د بشري حقونو پخوانۍ مشرې په امنیت شورا کې وویل، د طالبانو له واکمنېدو وروسته توکمیز توپیر، بدني سزاګانې او د ښځو او نجونو پر ازادیو بندیزونه زیات شوي دي.

شهرزاد اکبر وویل، هغې او همکارانو یې د بشري حقونو د سرغړونو بېلګې مستندې کړې دي.

د ښځو د حقونو دغې فعالې زیاته کړه، چې د لږکیو، ښځو او نجونو حقونو ته پاملرنه د طالبانو «دروغژنې» ژمنې دي او دا «ټولو ته» ښکاره او ثابته خبره ده.

هغې په خپله وینا کې وویل، چې د افغانستان د بشري حقونو مرکز د طالبانو له لوري د بشري حقونو د سرغړونو لسګونه بېلګې په تېره بیا د خبریالانو سره تاوتریخوالي مستند کړي دي.

هغې د منیژه صدیقي او پریسا نومونه هم یاد کړل، چې طالبانو نیولې دي.

شهرزاد اکبر وویل، په د اسې حال کې چې د «روادارۍ» بنسټ او یوناما د طالبانو له‌خوا د پخواني حکومت د امنیتي ځواکونو د خپلسرو نیونو او وژنو په اړه مستند راپورونه خپاره کړي؛ خو طالبانو تر دې مهاله د دغو جرمونو مجرمین نه نیولي او نه یې هم هغوی ته سزاوې ورکړې.

هغې دا رنګه وویل، چې طابانو د ولایتونو د عالمانو له شوراګانو څخه شیعه غړي لرې کړي دي.


د افغانستان د بشري حقونو پخوانۍ مشرې دا رنګه وویل، د پخواني جمهوري نظام بنسټونه لکه د وکیلانو او څارنوالانو او نورو متخصصینو ټولنې د طالبانو له‌خوا کمزورې کړاې شوې دي.

نور خبرونه

رادیو