پاکستاني پولیس:د اسنادو له مخې په ډېره اسماعیل خان کې د وروستي برید ځانمرګی بریدګر افغان و

د پېښور پوليس وایي، چې يوه اونۍ وړاندې په ډېره اسماعيل خان کې د امنيتي ځواکونو په مرکز د بريد د طراح په ګډون نهه تنه وسله‌وال نيول شوي دي. د ترهگرۍ ضد ادارې د (سي ټي ډي) د اسنادو له مخې، د دغه بريد طراح د ډېره اسماعيل خان د درابن سيمې سره تړاو لري.

د ډېره اسماعیل خان په ځانمرگي بريد کې ٢٣ سرتېري او شپږ وسله وال وژل شوي دي.

د سي ټي ډي چارواکو په وینا، د ځانمرګي بريدګر په ګډون شپږ تنه بریدګر د افغانستان اوسیدونکي دي.

تېره اونۍ د ډېره اسماعيل خان په درابن سيمه کې د امنيتي ځواکونو پر مرکز د وسله والو په بريد کې ٢٣ سرتېري وژل شوي وو چې په ځوابي برید کې بیا ٦ وسله وال هم له منځه ولاړل.