‫د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي د کډوالۍ نړۍوال سازمان له یوه پلاوي سره لیدلي

AP ۱۴۰۲ لیندۍ ۳۰

افغانستان‬⁩ لپاره د پاکستان ځانګړي استازي ⁦‪اصف دراني په اېکس پاڼه لیکلي، ⁧‫چې په اسلام‬⁩ اباد کې يې د کډوالۍ نړۍوال سازمان‬⁩ له عمومي مشرې امي پوپ او مل پلاوي سره ليدلي دي.

ښاغلي دﺭاني ليکلي، په دغې لیدنه کې نورو هېوادونو کې د هغو ⁧‫افغانانو‬⁩ مېشتيدنې په اړه خبرې ‏وشوې چې د ⁧‫امريکا‬⁩ او ⁧‫ناټو‬⁩ ځواکونو د وتلو وروسته پاکستان ته راغلي دي.

د کډوالۍ نړۍوال سازمان پلاوي اسلام اباد ته پر داسې مهال سفر کړی، چې له پاکستانه لاهم د افغان کډوالو د جبري ستنېدا لړۍ په منظم ډول روانه ده.

تر دې وړاندې په روانه میاشت کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه جګپوړې چارواکې هم اسلام اباد کې د افغانستان لپاره د پاکستان له ځانګړي استازي سره لیدلي و.

نوموړې د اصف دراني ترڅنګ د ځینو نادولتي او نړۍوالو سازمانونو سره هم کتلي وو؛ ترڅو د زیان منونکو افغانانو د خوندیتوب لپاره د ګډو هڅو په اړه خبرې وکړي او د متحده ایالاتو د پناه غوښتنې او کډوالۍ پروګرام کې د افغان کډوالو خوندي ځای پرځای کولو او بیا میشتیدنې بهیر ګړندی کړي.

نور خبرونه

رادیو