‏طالبان: له ۲۰۰ ډېر کډوال له پاکستانه په جبري توګه راستانه شوي

AP ۱۴۰۲ لیندۍ ۳۰

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت په خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې په ننګرهار ولایت کې د دغې ډلې د کډوالو چارو ریاست له پاکستانه د ۲۱۵ کډوالو له ستنېدو خبر ورکړی.

د ننګرهار ولایت د تورخم سرحدي امریت د مالوماتو له مخې، ۴۳ کورنۍ چې ټولټال ۲۱۵ کسان کېږي په جبري توګه ستنې شوي او له ثبتېدو وروسته د مرستو ترلاسه کولو په موخه د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ او د کډوالۍ نړۍوال سازمان ته ورپېژندل شوي دي.

په پاکستان کې د وروستیو تاوتریخوالو له زیاتېدو وروسته دوی د پړې ګوته افغانانو ته نیسي.

پاکستان په اکټوبر میاشت کې پرېکړه وکړه، چې په دغه هېواد کې مېشت بې اسناده افغانان خپل هېواد ته ستانه کړي.

که څه هم د پاکستان دغه پرېکړه تر نړۍوالې کچې وغندل شوه؛ خو د پاکستاني چارواکو په وینا، لا هم دغه لړۍ په منظم ډول دوام لري.

نور خبرونه

رادیو