هېدربار: په افغانستان کې ښځو او نجونو ته د خپلې خوښې ژوند ممکن نه دی

AP ۱۴۰۲ لیندۍ ۳۰

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د ښځو برخې مسووله هېدربار وايي، په اوسني نظام کې په افغانستان کې د ښځو او نجونو لپاره د خپلې خوښې ژوند ممکن نه دی.

نوموړې نن په اېکس پاڼه کې لیکي، سویس څلورم هیواد دی چې افغان میرمنو ته پناه ورکوي.

د نوموړې اشاره هغه راپور ته ده چې وايي، وروسته له هغه چې یوه محکمه دې پایلې ته ورسید چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو لپاره په خپله خوښه ژوند ممکن نه دی، د سویډن، فنلنډ، او ډنمارک ترڅنګ سویس هم پریکړه وکړه چې افغان ښځو ته پناه ورکړي.

راپور زیاتوي، پر افغانستان د طالبان له واکمنۍ وروسته، افغان مېرمنې او نجونې له سیستماتیک ظلم سره مخ دي.

د پناه غوښتنې لپاره د اروپايي ټولنې ادارې (EUAA) وړاندیز کړی چې د افغانستان ښځو ته دې د هغې قاعدې په توګه پناه ورکړل شي، چې د سویس د پالیسۍ اساس جوړوي.

د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، په ټوله نړۍ کې ۶.۴ میلیونه افغانان کډوال دي او یا د پناه غوښتلو په لټه کې دي، چې ۴۸ سلنه یې ښځې او نجونې دي.

پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنۍ وروسته افغان نجونې او ښځې له روزنې، زدکړو او کار بې برخې شوې دي.

د نړیوالې ټولنې او یوشمېر افغان ښځو او فعالانو له غوښتنو سره سره بیا هم طالبانو د ښځو د تعلیم، زده کړې او کار د حق په اړه خپل دریځ نه دی بدل کړی.

نور خبرونه

رادیو