د طالبانو کډوالو وزارت: پاکستان پرون زر تنه نور افغان کډوال هم په زور له دغه هیواده اېستلي

AP ۱۴۰۲ لیندۍ ۲۹

د طالبانو کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، دغه افغان کډوال تېره ورځ د سپین بولدک او تورخم له لارو هیواد ته راستانه شوي.

دغه وزارت په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې د چهار شنبې په ورځ د (لیندۍ ۲۸مه) زر تنه افغان کډوال د پاکستان له لوري په جبري ډول له دغه هیواده اېستل شوي.

د کډوالو وزارت د معلوماتو له مخې ۹۱ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۵۰۵ تنه کیږي، د سپین بولدک له لارې هیواد ته راستانه شوي.

د دوی په خبره دغه افغان کډوال د پاکستان حکومت په جبري توګه د خپلو کورونو پرېښودو ته اړاېستلي وو.

همدارنګه د کډوالو چارو وزارت وايي، په همدغه ورځ ۴۹۵ تنه نور کډوال د تورخم له لارې هیواد ته راستانه شوي.

د کډوالو وزارت وايي، هیواد ته راستېدونکي ټول کډوال د ملګرو ملتونو د کډوالۍ عالي کمیشنرۍ ته د مرست‍و ترلاسه کولو لپاره ورپيژني او همدارنګه د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کې یې ورته د اوسېدو لپاره موقتي کمپونه جوړ کړي.

د پاکستان له لوري د افغان کډوالو د جبري اېستلو لړۍ د نړیوالو فشارونو سره سره دوام لري او د پاکستان لنډمهالی حکومت وايي د ۲۰۲۴ کال د لومړی میاشتې تر پایه تر یو میلیون ډیر افغان کډوال به له دغه هیواده وباسي.

نور خبرونه

رادیو