د چمن پرلت کوونکي: د سپین بولدک ـ چمن دروازې د خلاصېدو ژمنه ورسره شوې

AP ۱۴۰۲ لیندۍ ۲۹

د پاکستان حکومت له لوري د سپین بولدک ـ چمن پر دروازه د پاسپورټ د جبري کېدو په غبرګون کې پرلت وهوونکي وايي، د افغانستان په پیژندپاڼې او د پاکستاني پر شناختي کارټ د تګ راتګ پر مخ د دروازی د خلاصېدو ژمنه ورسره شوې خو دوی د پاکستاني چارواکو په دا ډول ژمنو بې باوره دي.

د سپین بولدک ـ چمن پر دروازه په پاسپورټ او ویزې د تګ راتګ په غبرګون پرلت چې له څه د پاسه دوه میاشتو راهیسې روان دی، پرلت کوونکي یې وايي د ځینو لوړ پوړو پاکستاني چارواکو له لوري یې د غوښتنو منلو ژمنې شوې دي.

د چمن د لغړي اتحاد مشر او د پرلت سرلاری غوث الله وايي: «زموږ سره داسې ژمنې کیږي چې په یوه یا د دوو اونیو په ترڅ کې به دروازه پرانیستل شي. تیره ورځ ماته وویل شول، چې د یوې اونۍ په منځ کې به دروازه خلاصه شي. خو موږ ډیر ورباندې باوري نه یو ځکه دوی ژمنې کوي خو عملي کوي یې نه.»

پرلت وهوونکي وايي، د بلوچستان صوبې د پوځ مشر او د بلوچستان د اطلاعاتو وزیر او نورو لوړ پوړو چارواکو د دروازې د خلاصون ژمنې ورسره کړې، خو پر خپلو ژمنو نه دریږي.

د چمن پرلت د مرکزي کمیټې غړی حمیدالله وايي: «زموږ سره د دروازې د خلاصیدو او زموږ د غوښتنو د منل کیدو ژمنې ډیرې کیږي خو موږ د دوی پر ژمنو تر هغه وخته باور نه شو کولای تر څو چې موږ ته یې لیکلی سند نه وي راکړی.»

دغه پرلت وهونکي چې د سپین بولدک ـ چمن پر دروازه د پاسپورټ د جبري کیدو په غبرګون له تېرو دوو میاشتو راهیسې په اعتراض بوخت دي وايي، د پاکستان د یادې پرېکړي له امله د زرګونو کسانو اقتصادي وضیعت خراب شوی او پر یاده دروازه د افغانستان او پاکستان تر منځ سوداګري زیانمنه شوې ده.

نور خبرونه

رادیو