د طالبانو له واکمنۍ وروسته د افغان ښځو د ځان وژنې په شمېر کې زیاتوالی راغلی دی

AP ۱۴۰۲ لیندۍ ۲۹

کورني تاوتریخوالي، جبري او په کم عمر کې ودونه، د زده کړو له حق څخه منع کول او د طالبانو له خوا د محدودیتونو لګول په افغانستان کې د نجونو د تېښتې او ځان وژنې اصلي لاملونه بلل شوي دي.

د "سي، این، این" خبري ټلویزیون هم د افغانستان په اړه په یوه راپور کې د ډاکټرانو له قوله ویلي، چې د طالبانو د واکمنۍ له پیل راهیسې په نجونو کې د ځان وژنې هڅې زیاتې شوې دي.

ډاکټرانو او د بشري حقونو ډلو دغې رسنۍ ته ویلي، چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د زده کړو له بندیز وروسته په نجونو کې د ځان وژنې هڅې زیاتې شوې دي.

په هرات کې یوه ډاکتر "سي، این، این" ته ویلي دي، چې د طالبانو له واکمنۍ وروسته د هغه په کلینیک کې د ښځینه ناروغانو شمېر له ۴۰ سلنې څخه ۵۰ سلنې ته لوړ شوی دی.

له دې سره د ملګرو ملتونو کارپوهانو د جولای په میاشت کې ویلي وو، چې خپګان او ځان وژنه په ځانګړې توګه د تنکیو نجونو په منځ کې زیاته شوې ده.

دغه راز د بشري حقونو د څار په سازمان کې د ښځو د حقونو د څانګې مرستیالې هېدر بار هم پرخپلې اېکس پاڼې لیکلي، چې افغان ښځې په دې اندېښمنې دي چې نړۍواله ټولنه په افغانستان کې هغه څه چې روان دي، عادي وګڼي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د عالي کمېشنرۍ دفتر ته په یوې بیانیه کې ادعا کړې وه، چې د ښځو او نجونو د ځان وژنې په پېښو کې کموالی راغلی دی.

وروسته له هغه چې طالبان په افغانستان کې واک ته ورسېدل، پر نجونو او ښځو یې پراخ بندیزونه ولګول او د ښځو د زده کړو او د کار په مخنیوي سره یې هغوی له ټولنیز ژوند څخه په بشپړه توګه لېرې کړل.

بل خوا د (۱۴۰۲ کال د وږي میاشتې په اوومه) ګارډین ورځپاڼې د ملګرو ملتونو چارواکو او د بشري حقونو فعالانو د افغان ښځو او نجونو ترمنځ د ځان وژنې د هڅو پر زیاتوالي اندېښنه ښودلې وه.

د ګارډین ورځپاڼې د راپور له مخې؛ له دولتي روغتونونو او کلینیکونو څخه د راټولو شویو شمېرو پر بنسټ د ۲۰۲۱ کال له دوبي راهیسې د هرات او نیمروز په ګډون د افغانستان په یو پر درېیمه برخه ولایتونو کې د ښځو د ځان وژنې کچه لوړه شوې ده.

دې ورځپاڼې بیا په دې اړه کومه مشخصه شمېره نه ده وړاندې کړې او ویلي یې دي، چې د طالبانو حکومت افغان روغتیايي کارکوونکو ته اجازه نه ده ورکړې چې د ځان وژنو شمېرې خپرې کړي.

نور خبرونه

رادیو