په کابل کې د ایران مرستیال سفیر: د امریکا له بندیزونو سره سره د افغانانو ترڅنګ ولاړ یو

AP ۱۴۰۲ لیندۍ ۲۹

په کابل کې د ایران مرستیال سفیر د طالبانو د طبیعي پیښو سره د مبارزې ادارې له مشر سره په کتنه کې پر دغه ډله د امریکا بندیزونه «ظالمانه» وبلل.

د فارس خبري اژانس د راپور له مخې حسن مرتضوي ویلي، هېواد به یې له دغو بندیزونو سره ـ سره د افغانستان د خلکو ترڅنګ ولاړ وي.

دغه ایراني ډیپلوماټ د افغانستان له خلکو سره د ایران مرستو ته په اشارې وویل، له کلونو راهسي د بنديزونو په سختو شرایطو کې د ایران خلګو او چارواکو د ميليونو افغان ورونو او خويندو کوربه توب کړی دی.

هغه ژمنه وکړه، چې هېواد به يې د امريکا او لوېديځ له کلونو "اشغال او ظالمانه بنديزونو" وروسته هم د افغانستان له خلکو سره مرستې ته دوام ورکړي.

د اسلامي جهوريت دغه ديپلومات په داسي مهال له افغانانو سره د مرستو او ملاتړ د دوام خبرې کوي، چې ايران په تيرو مياشتو کې د طالبانو تر ولکې لاندي افغانستان ته په سلګونه زره افغان کډوال لېږلي دي.

د روانې میاشتې په پیل کې د ایران د کورنیو چارو وزیر د شاوخوا ۴۰۰ زره هغو کډوالو د ایستلو اعلان وکړ، چې د ده په وینا په غیر قانوني توګه په ایران کې اوسېدل.

د ایران حکومت اعلان کړی، چې د سرحدونو د کنټرول او ایران ته د غیري قانوني کډوالو د ننوتلو د مخنيوي په خاطر دغه غيري قانوني کډوال ليږي.

پر همدې مهال د ګاونډيو هیوادونو پاکستان او ايران څخه د افغان کډوالو ډله یيز ايستل د نړيوالو او بشري حقونو سازمانونو له لوري په پراخه کچه د نيوکو سره مخ شوي دي.

د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې په ایران کې شاوخوا دوه میلیونه او ۳۰۰ زره افغان کډوال ژوند کوي.

که څه هم د څو لسيزو جګړو او ناامنيو په ترڅ کې د افغان کډوالو لويه برخه ایران ته تللي؛ خو پر افغانستان د طالبانو د بيا واکمنېدو وروسته، ددې ډلې له لوري د بشري حقونو د پراخو سرغړونو له کبله سلګونه زره نور کډوال هم ايرن هېواد ته کډوال شول.

نور خبرونه

رادیو