ذبیح الله مجاهد: د خبریالانو د ملاتړ اداره "نی" چې فرار یې کړی له موږ سره رسمیت نه لري

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان ملي راډیو د طالبانو د حکومت د ویاند ذبیح الله مجاهد یو غږیز کلپ خپور کړی، چې وایي د خبریالانو د ملاتړ په نوم د "نی" اداره له دوی سره هېڅ کوم رسمیت او اعتبار نه لري.

نوموړي دغه څرګندونې د خبریالانو د ملاتړ ادارې (نی) د هغه وروستۍ اعلامیې په غبرګون وکړې، چې د رسنیو پر کار او د طالبانو له خوا د خبریالانو د نیونې په اړه یې اندېښنه څرګنده کړې وه.

ښاغلی مجاهد وایي، چې دا اداره هېڅ صلاحیت نه لري چې له افغانستانه بهر د افغانستان دننه د رسنیو او خبریالانو په اړه نظر ورکړي.

د طالبانو د حکومت ویاند همدا راز زیاتوي، چې په هېواد کې له هېڅ یو خبریال سره ناوړه چلند نه دی شوی؛ خو دا هم مني چې یو شمېر خبریالان د طالبانو له خوا د څېړنو لپاره نیول شوي چې د دغې ډلې له خوا پرې شک شوی دی.

هڅه مو وکړه، چې په دې اړه د نی د ادارې د مسوولانو نظر هم واخلو خو بریالي نه شوو.

له دې سره؛ د خبریالانو د ملاتړ بنسټ مشر حامد عبیدي وایي، چې د بیان ازادي یو ارزښت دی او د نړۍ په هره برخه کې سازمانونه او نهادونه د دې ارزښت لپاره کار کوي.

نوموړی زیاتوي، چې دا ارزښت د حکومتونو د پاملرنې د ترلاسه کولو لپاره کیږي.

د عبیدي په خبره؛ هغه بنسټونه چې که د افغانستان دننه او یا هم بهر کار کوي د حقوقي جوړښت او ماهیت په اساس د فعالیت کولو حق لري.

د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ ادارې (نی) تر دې مخکې د طلوع نیوز د خبریال روح الله سنګر د نیول کېدو په تړاو یوه اعلامیه خپره کړه، چې ویلی وو؛ په تېرو څو ورځو کې د افغانستان د رسنیو ټولنه په بېلابېلو برخو کې له خبریالانو سره د غیر اصولي چلند د ډېرېدو شاهده ده او دا وضعیت د جدي اندېښنې وړ دی.

د افغانستان د خبريالانو مرکز د روان کال په لومړيو شپږو مياشتو کې د خبريالانو او رسنيو له ازادۍ څخه د سرغړونې لږ تر لږه ٧٥ پېښې ثبت کړي، چې ٣٣ نيول کېدو او ٤٢ یې ګواښونه دي.

د یادولو ده، چې ډېری نیونې د طالبانو د استخباراتو د ریاست له خوا کیږي او بېلابېلې څانګې په ځانګړې توګه د اطلاعاتو او کلتور ریاست او امربالمعروف بیا د خبریالانو او رسنیو ته د ګواښ په پېښو کې ښکېل دي.