له ۲۰۰ ډېر افغان پناه غوښتونکي د کډوالۍ نړۍوال سازمان په همکارۍ بریتانیا ته ولېږدول شول

AP ۱۴۰۲ لیندۍ ۲۹

د کډوالۍ نړۍوال سازمان د سه شنبې په ورځ د لېندۍ ۲۸مه له پاکستانه بریتانیا ته د ۲۵۰ افغان پناه غوښتونکو د بریالي لېږد خبر ورکړ.

دغه لېږد د افغان پناه غوښتونکو د بیا مېشتېدنې پروګرام یوه برخه ده، چې له مخې یې بریتانیا ژمنه کړې چې تر ۲۰۰۰۰ افغانانو ته به پناه ورکړي.

د کډوالۍ نړۍوال سازمان په خپله اېکس پاڼه بریتانیا ته د دغو کسانو لېږد د نړۍوالو هڅو په برخه کې د جګړې او بې ثباتۍ له امله د بې ځایه شویو افغانانو د ملاتړ لپاره یو مهم ګام بللی دی.

دغه سازمان وایي، چې له ۲۰۲۱ کال راهیسې یې یو شمېر هېوادونو ته له زرو ډېرو افغان پناه غوښتونکو د لېږد او بیامېشتېدنې چاره اسانه کړې ده.

بريتانيا ژمنه کړې، چې په څلور کلن بهير کې به شل زره په شرایطو برابر افغان کډوال هلته مېشت کړي.

وروسته له هغه چې پاکستان د کډوالو اېستلو ته یو میاشتنی مهلت ورکړ، کوربه هېوادونو، اړونده بنسټونو په پاکستان کې د مېشتو افغانانو کیسونه چټک کړي دي.

نور خبرونه

رادیو