د جګړې ضد نومانده دانڅوا د روسیې په ټاکنو کې له ولسمشر پوتین سره سیالۍ ته وتل غواړي

AP ۱۴۰۲ لیندۍ ۲۹

د ټلویزیون پخوانۍ خبریاله یکاترینا دانڅوا د روسیې په ولسمشرۍ ټاکنو کې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره د سیالۍ ډګر ته وتل غواړي.

د روسیې ولسمشریزې ټاکنې په راتلونکي مارچ میاشت کې ترسره کیږي او اټکل دی چې پوتین به یې په لوی توپیر وګټي.

څلویښت کلنې دانڅوا تېره میاشت له رویټرز سره په مرکه کې د اوکراین د شخړې د پای ته رسیدو او د اپوزیسیون د مشر الیکسي ناوالني په ګډون د سیاسي بندیانو د خوشې کیدو غوښتنه وکړه.

هغې د ټاکنو مرکزي کمیسیون چارواکو ته د خپلې نوماندۍ اسناد سپارلي چې په رسمي ډول ټاکنو ته داخله شي.

هغه اوس مهال د خپلې نوماندۍ د ملاتړ لپاره د جنورۍ تر ۳۱مې پورې له ټولې روسیې درې لکه لاسلیکونو د ترلاسه کولو له لوی خڼډ سره مخ ده.

۷۱ کلن پوتین له ۱۹۹۹ کال راهیسې د ولسمشر یا لومړي وزیر په توګه په واک کې پاتې دی او لا هڅه کوي چې د ولسمشرۍ په یوه بله شپږ کلنه دوره کې پاتې شي.

نور خبرونه

رادیو