متقي: د ستنېدونکو کډوالو د لاسنیوي لپاره د نړۍوالو د مرستو دوام ته اړتیا ده

AP ۱۴۰۲ لیندۍ ۲۸

د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست امیر خان متقي د کډوالو د نړۍوال سازمان له عمومي مشرې اميپوپ سره په کتنه کې د ستنیدونکو کډوالو د لاسنیوي لپاره د نړۍوالو د مرستو پر دوام ټینګار وکړ.

دواړو لورو په دې کتنې کې په بېلابېلو هېوادونو کې د افغان کډوالو د وضعيت، له پاکستان څخه د افغان کډوالو د جبري اېستنې، د قانوني کډوالۍ د اسانتیاو او نورو اړوندو موضوعاتو په اړه خبرې وکړې.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند په اېکس پاڼه کې لیکلي، چې امیر خان متقي نن سې شنبې د (لیندۍ ۲۸مه) د کډوالو د نړۍوال سازمان له عمومي مشرې اميپوپ سره په کتنه کې همدا راز زیاته کړه، چې کوربه هېوادونه باید له کډوالو سیاسي استفاده ونه کړي.

متقي وویل: " کډوال نه يوازې دا چې پر کوربه هېوادونو بوج نه دي، بلکې د هغوی په پرمختيا او اقتصادي ودې کې د پام وړ ونډه لري."

د کډوالو د نړۍوال سازمان عمومي مشرې په خپلو خبرو کې وویل، چې افغانستان ته ځکه راغلې چې د کډوالو وضعیت له نېږدې وګوري او ستونزو ته یې مناسبه حل لاره وکتل شي.

نوموړې د کډوالو د موضوع په سياسي کېدو خواشيني څرګنده کړه او زیاته یې کړه، چې د کډوالو نړۍوال سازمان نه يوازې خپلو اصلي هېوادونو ته‏ د کډوالو د ستنېدو، بلکې د قانوني کډوالۍ د اسانولو له پاره هم کار کوي.

د افغان کډوالو موضوع تر هغه وروسته د نړۍوالو د پام وړ وګرځېده چې پاکستان د نوامبر له پیل څخه تر اوسه پورې په جبري توګه د زرګونو افغانانو د اېستلو لړۍ پیل کړې ده.

اوسمهال ډېر شمېر هغه کډوال د هېواد په بېلابېلو برخو کې په کمپونو کې د ژمي سختې شپې او ورځې تېروي، چې په دې وروستیو کې له ایران او پاکستان څخه اېستل شوي دي او د سرپنا له نه شتون سره مخامخ دي.

نور خبرونه

رادیو