د طالبانو د پوهنې وزارت د نجونو په نه شتون کې له دولسم ټولګي د فارغانو غونډه جوړه کړه

AP ۱۴۰۲ لیندۍ ۲۸

د طالبانو د پوهنې وزارت په داسې حال کې د سلګونو زده کوونکو د فراغت غونډه جوړه کړې، چې ۸۸۸ ورځې کیږي د نجونو پر وړاندې د ښوونځیو دروازې بندې دي.

په ورته وخت کې په هېواد دننه او بهر د نجونو پر وړاندې د ښوونځي او پوهنتونونو د دروازو پر بندښت نیوکې کړي دي.

دغه مراسم چې د ۱۴۰۲ کال د دولسمو ټولګیو د فارغینو لپاره نن سې شنبه د (لیندۍ ۲۸مه) نیول شوې وو، یوازې نارینه زده کوونکو پکې برخه درلوده.

په دې مراسمو کې د طالبانو د پوهنې وزارت د بشري منابعو او اداري معین مولوي صبغت الله وصیل پرته له دې چې د نجونو د زده کړو په اړه خبرې وکړي وویل؛ د هېواد د پرمختګ یوازینۍ لار په سالمه او اسلامي توګه د ځوانانو په زده کړو پورې تړلې ده.

نوموړي همدا راز وویل، چې راتلونکي نسلونه به د زده کړو په ترلاسه کولو سره د هېواد ریښتیني خدمتګاران وي.

یو شمېر ښځینه زده کوونکې تر اوسه هم په دې تمه دي، چې راتلونکی تعلیمي کال به د دوی پر وړاندې د ښوونځیو دروازې خلاصې شي.

اسراء چې سږکال د شپږم ټولګي ازموینه په بریالیتوب پای ته ورسوله وایي، چې سره له دې چې طالبانو له شپږم ټولګي پورته د نجونو د زده کړو په اړه هېڅ کوم اقدام نه دی کړی؛ خو بیا هم هیله لري چې راتلونکی کال به په دې برخه کې بندیزونه لرې شي.

د اسراء مور له افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې وویل؛ کلونه مخکې په دې فکر له وردګو ولایت څخه کابل ته کډه شوې وه، چې لوڼې یې لوړې زده کړې وکړي؛ خو د طالبانو له حاکمیت وروسته مشره لور یې په نهم ټولګي کې له زده کړو بې برخې شوه او اوس یې دویمه لور هم له ورته برخلیک سره مخامخ کیږي.

سره له دې، چې د نجونو پر زده کړو د طالبانو بندیزونه له پراخو کورنیو او بهرنیو غبرګونونو سره مخ شوي؛ خو بیا هم طالبانو په دې برخه کې خپل دریځ بدل کړی نه دی.

طالبانو تل په مدرسو کې د ځوانانو بیا په ځانګړې توګه د نجونو پر ښوونې او روزنې ټینګار کړی او د عصري علومو پر وړاندې سخت دریځ چلند کوي.

نور خبرونه

رادیو