کاکړ: د بې اسناده کډوالو د اېستلو لړۍ کې به له ګواښ سره مخامخ افغانان له پاکستانه ونه باسو

AP ۱۴۰۲ لیندۍ ۲۸

د پاکستان لنډمهاله لومړي وزیر انوارالحق کاکړ د دوشنبې په ورځ وویل، چې پاکستان به هغه افغانان بېرته خپل هېواد ته ستانه نه کړي چې په خپل هېواد کې د ځورونې له ګواښ سره مخامخ وي.

ښاغلي کاکړ دغه څرګندونې داسې مهال وکړې، چې هېواد یې د بې اسناده بهرنیانو پر وړاندې د اخراج لړۍ ته لاهم دوام ورکوي.

د پاکستان حکومت په وینا، دوی دغه پرېکړه په هېواد کې د وروستیو تاوتریخوالو د زیاتېدو له امله کړې ده.

که څه هم پاکستاني چارواکو په وار وار ویلي، چې له دغې پرېکړې د کوم ځانګړي هېواد خلک په نښه کول نه دي؛ خو له هر برید وروسته یې د ملامتۍ ګوته افغانانو ته نیولې وي.

ښاغلي کاکړ په خپلې یوې مقاله کې چې د انګلستان په ټېلګراف ورځپاڼه کې خپره شوې، لیکلي:« موږ به د خطر سره مخامخ ډلې لکه موسیقي غږونکي، سندرغاړي، ژورنالیستان او د بشري حقونو فعالان له پاکستانه ونه شړو؛ خو موږ د نورو هېوادونو مرستې ته اړتیا لرو.»

هغه ویلي، چې یو شمېر هغه لویدیځ هېوادونه چې پیاوړی او پرمختللی اقتصاد لري هم ناقانونه کډوالۍ پرې بار اچولی.

هغه وویل:« په تېرو درېیو یا څلورو لسیزو کې د اېرلنډ له نفوس سره سم د څلورو څخه تر پنځو مېلیونو پورې کډوال پاکستان ته راغلي دي، چې ډېری یې د پاتې کېدو حق نه لري.»

هغه وویل:« ډېری دغه کډوال په تور بازار کې کار کوي او هیڅ مالیه نه ورکوي.»

کاکړ ټینګار وکړ، چې لږ تر لږه ۱۶ افغانانو په پاکستان کې دننه ځانمرګي بریدونه کړي.

د هغه په وینا، د ۲۰۲۱ کال له اګست میاشتې راهیسې د امنیتي ځواکونو سره په نښتو کې وژل شوي ۶۵ ترهګر د افغانانو په توګه پېژندل شوي.

هغه وويل:« هېڅ مسوول دولت نه شي کولاى دا ډول اندېښنې له پامه وغورځوي.»

د دوشنبې په ورځ د پاکستان راډیو د رسمي شمېرو له مخې د سپټمبر له پیل راهیسې ۴۳۶۷۹۰ افغانان بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

نور خبرونه

رادیو