د هراتي ښځو د لاسي صنایعو لپاره څلور ورځنی نندارتون جوړ شو

AP ۱۴۰۲ لیندۍ ۲۸

په هرات ولایت کې د دوشنبې په ورځ د (لیندۍ ۲۷مه) د ښځو د لاسي صنایعو د نندارې او بازار موندنې لپاره د څلورو ورځو لپاره نندارتون پرانېستل شو.

په هرات کې د ښځو د سوداګرۍ صنايعو خونه وايي چې د دغه ډول نندارتونونو جوړول په هرات کې د سوداګرو مېرمنو په پياوړتيا کې ډېره مرسته کولى شي.

سره له دې چې په ټول هیواد بیا په ځانګړي توګه په هرات کې طالبانو پر ښحو سخت بندیزونه لګولي او ان څو موده مخکې د څو روزنیزو مرکزونو دروازې هم په دې ولایت کې د نجونو پروړاندې وتړل شوې، خو میرمن سلجوقي وایي چې د ښځو د سوداګرۍ لپاره ښې زمینې برابرې دي.

دغه نندارتون د ودان موسسې په همکارۍ د ښځینه سوداګرو د پیاوړتیا په موخه جوړ شوی دی.

د یادې موسسې یوې کارکوونکې نسیمه هاشمي باختر اژانس ته ویلي، چې په دغه نندارتون کې ۱۲۰ میرمنو خپل توکي د بازار موندنې لپاره نندارې ته ایښي دي.

له بلې خوا د دغه نندارتون ګډونواالې ورته پروګرامونه د خپلو محصولاتو د بازار موندنې لپاره اغیزناک ګڼي.

په دغه نندارتون کې د ښځو د لاسي صنايعو توکي لکه غالۍ، خوراکي توکي، خټین لوښي، نقاشي، مینیاتوري، خولۍ، د ښځو جامې او نور توکي نندارې ته اېښودل شوي دي.

نور خبرونه

رادیو