د خوړو نړۍوال پروګرام: له پاکستانه پر شاوخوا درې لکو اېستل شویو کډوالو مو نغدي مرستې وېشلې

AP ۱۴۰۲ لیندۍ ۲۸

د خوړو نړۍوال پروګرام وايي، چې دغه بنسټ له پاکستانه افغانستان ته د ۲۸۰ زره راستنو شویو کډوالو سره نغدي مرستې کړې دي.
د خوړو نړۍوال پروګرام د دوشنبې په ورځ د لیندۍ په ۲۷مه په اېکس پاڼه لیکلي، ډېر هغه کډوال چې له پاکستانه اېستل شوي د اوسېدو له پاره ځای ځایګی نه لري.

دغه سازمان ویلي: «د راستنو شویو کډوالو ډېری یې د اوسېدو ځای نه لري او نه پوهېږي چې څنګه به د افغانستان له سخت ژمي څخه ژوندي پاتې شي.»
تر دې مخکې د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې له پاکستانه د راستنېدونکو ښځینه کډوالو د وضعیت په اړه په یوه راپور کې ویلي و، چې دغه ښځې له ډېرو فشارونو او ګواښونو څخه ځورېږي.
د دغه راپور له مخې راستنې شوې ښځې له ناڅرګند وضعیت سره مخامخې دي او دغه وضعیت د دوی پر رواني روغتیا ناوړه اغېز کړی دی.

نور خبرونه

رادیو