دوو افغان مېرمنو په رسنیو کې د جنسیتي برابرۍ د هڅولو له امله د یو هندي بنسټ جایزه وګټله

AP ۱۴۰۲ لیندۍ ۲۸

هندي بنسټ پاپولشن فرسټ د جنسیت د برابرۍ د ترویج جایزه دوو افغان ښځینه مستند جوړونکو او خبریالانو ته ورکړه.

فتانه بیات او مینه حبیب د افغان مېرمنو د مبارزې او د ښځو په اړه د څېړنیزو راپورونو د انعکاس په برخه کې د خپلو فعالیتونو له امله د لاډلي جایزه وګټله.

له افغانستانه فتنه بیات او مینه حبیب د سویلي اسیا له شپږو هېوادونو څخه د ۴۵ نورو ګټونکو سره یو ځای انتخاب شوې دي.

د افغانستان مستند فلم جوړوونکې فتانې بیات هڅه کړې، چې د طالبانو له خوا د نیول کېدو، له بریدونو او ګواښونو سره سره په خپلو مستندو فلمونو کې د ښځو د اعتراضونو داستانونو ته زیاته پاملرنه وکړي.

دغه بنسټ اغلې بیات د افغان مېرمنو او د خپلو حقونو لپاره د هغوی د مبارزې د مستند کولو لپاره سږ کال د دې جایزې وړ بللې چې دا اونۍ ورته ورکړل شوه.

په همدې ډول مېرمن حبیب هم له ۲۰۰۶ کال راهیسې په افغانستان کې د ښځو د وضعیت په اړه څېړنیز رپوټونه چمتو کړي دي.

هغې هڅه کړې، چې د "رویداد نیوز" ورځپاڼې په جوړولو سره د ښځینه خبریالانو په وړاندې د ننګونو په وړاندې ودرېږي.

دغه دوه مېرمنې چې دواړو په افغانستان کې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړی، د طالبانو د محدودیتونو له امله یې ونه شو کړی، چې د دې جایزې د ترلاسه کولو لپاره له هېواده بهر ولاړې شي.

اغلې بیات د دغې جایزې له ترلاسه کولو وروسته په یوه بیان کې وویل: «دا جایزه زما لپاره یو ستر ویاړ دی. زه دا جایزه ټولو افغان ښځو ته ډالۍ کوم چې د برابرۍ لپاره مبارزه کوي.»

مینه حبیب هم په یوه بیان کې وویل: "دا جایزه ما هڅوي چې په افغانستان کې د ښځو د حقونو لپاره خپلې مبارزې ته دوام ورکړم."

پاپولشن فرسټ یوه غیر انتفاعي هندي بنسټ دی، چې د سویلي اسیا هېوادونو کې په رسنیو کې د جنسیتي برابرۍ د پوهاوي په برخه کې کار کوي.

دغه بنسټ هر کال د هغو اشخاصو او سازمانونو ستاینه کوي، چې په رسنیو کې د جنسیتي برابرۍ په برخه کې کار کوي او پر ټولنه یې کار مثبت اغیز کړې وي.

نور خبرونه

رادیو