د ترکیې پولیسو په اغري ښار کې ۸۲ افغان کډوال نیولي دي

AP ۱۴۰۲ لیندۍ ۲۸

د ترکیې پولیسو د سې شنبې په ورځ (د لیندۍ ۲۸مه) په اغري ښار کې یوه مشکوکه لارۍ له یوه ایراني چلوونکي سره ونیوله.

پولیس وايي، چې د ۸۲ افغان کډوالو او ۳ پاکستاني کډوالو په ګډون یې ۸۵ کډوال پېژندلي او بندیان کړي یې دي.

ترکي رسنیو خبر ورکړی، چې دغه پناه غوښتونکي له قانوني مراحلو څخه تر تېرېدو وروسته په اړوند ښار کې د بهرنیو اتباعو د اخراج ادارې ته استول شوي دي.

د لارۍ چلوونکی هم د اغري ښار د پولیسو له خوا نیول شوی دی.

ترکیې د روان کال له پیله تر اوسه څه باندې څلور زره افغان کډوال په بېلابېلو ښارونو کې نیولي او بېرته یې افغانستان ته استولي دي.

په وروستیو میاشتو کې په ترکیه کې د افغان کډوالو د نیولو او شړلو لړۍ تېزه شوې او د ترکیې د پولیسو له خوا له افغان کډوالو سره د ناوړه چلند په اړه ډېر راپورونه خپاره شوي دي.

نور خبرونه

رادیو