‏طالبان: له پاکستانه د سپين بولدک له لارې ۶۰ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې دي

AP ۱۴۰۲ لیندۍ ۲۸

په کندهار ولایت کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې ‏د تخته پل ولسوالۍ اړوند په انځرګي کمپ کې مسوولینو باختر اژانس ته وویل، تېره ورځ ۶۰ کورنۍ چې ټولټال ۳۱۰ کسان کېږي؛ هېواد ته راستنې شوې دي.

د دغه ریاست په وینا، دغه کورنۍ د نغدي مرستې د ترلاسه کولو تر څنګ، مرسته کوونکو بنسټونو ته هم ور وپېژندل شوې.

له پاکستانه د افغان کډوالو ستنېدا له هغه وروسته روانه ده، چې دغه هېواد د بې اسناده بهرنیانو
د اېستلو پرېکړه وکړه.

که څه هم دغه پرېکړه تر نړۍوالې کچې له پراخو غبرګونونو سره مخ شوه؛ خو لاهم په منظمه توګه دوام لري.

د دغې پرېکړې له امله په پاکستان کې له لسیزو راهیسې مېشت افغانان ترټولو ډېر اغېزمن شوي دي.

هره ورځ د سپین بولدک او تورخم له لارې په سلګونه افغان کډوال په خپله خوښه او جبري توګه خپل هېواد ته ستنېږي.

نور خبرونه

رادیو