د طالبانو د ریاست الوزرا مرستيال وايي، تر ۳۰۰ زره زيات افغان راستانه شوي کډوال یې ثبت کړي

AP ۱۴۰۲ لیندۍ ۲۷

د طالبانو د رییس الوزرا اداري مرستيال نن په يوې غونډه کې وويل، چې تر دې دمه ۵۸ زره ۲۹۱ کډوالې کورنۍ بېرته راستنې شوي، چې د غړو شمېر يې تر ۳۰۰ زره اوړي.

نوموړي کډوالو سوداګرو ته په پيغام کې وويل، چې هېواد ته د وسايلو په انتقال کې به هېڅ ډول ماليات ترې وانه خلي.

د طالبانو د رييس الوزرا اداري مرستيال عبدالسلام حنفي نن دوشنبه يوې غونډې ته وويل، چې تر دې دمه ۳۳۲ زره ۳۳۸ افغان کډوال ثبت او بایوميټريک شوي دي.

د نوموړي د معلوماتو له مخي؛ د کډوالو د ټرانسپورټ او انتقال کمېټې له لوري ۱۳ زره ۱۱۹ کورنۍ بېلا- بيلو ولايتونو ته لېږل شوي دي.

د طالبانو دغه چارواکي وويل، چې پلان لري هرې کډوالې کورنۍ ته د کور جوړولو لپاره يوه نومره ځمکه هم ورکړي.

نوموړي پر افغان کډوالو سوداګرو غږ وکړ، چې خپل هېواد ته راستانه شي او د وسايلو او فابريکو په انتقال کې به هېڅ ماليه ورځیني وانه خلي.

د حنفي په خبره، چې سوداګرو کډوالو ته به په صنعتي پارکونو کې ځمکي او د اوسېدولو ځايونه هم ورکړي.

د طالبانو دغه چارواکی په داسې حال کې کډوالو ته د اسانتيا د برابرولو خبره کوي، چې د خوړو نړۍوال پروګرام ويلي؛ افغانستان ته ستانه شوي کډوال مرستي ته اړتيا لري.

د خوړو نړۍوال پروګرام پر خپله اېکس پاڼه ليکلي، چې له پاکستانه افغانستان ته پر ۲۸۰ زرو ستانه شويو کډوالو يې مرستې وېشلې دي؛ خو ستانه شوي کډوالو بیا وايي، چې شوې مرستې په هېڅ ډول کافي نه دي.

دغه سازمان ویلي؛ زیاتره هغه کډوال، چې له پاکستانه اېستل شوي، د تګ ځای نه لري او نه پوهېږي، چې په افغانستان کې دغه سخت ژمی څنګه تېر کړي.

نېږدې دوې مياشتي کېږي، چې ګاونډيو هېوادونو په خاص ډول پاکستان د افغان کډوالو د ايستلو لړۍ چابکه کړې.

تر دا مهاله يوازي له پاکستانه تر ۴۰۰ زره زيات افغانان هېواد ته ستانه شوي دي.

نور خبرونه

رادیو