د شاه محمود میاخېل لیکنه؛ په افغانستان کې د تاوتریخوالي او جګړو صعودي اړخ ته لنډه کتنه

شاه محمود میاخېل
شاه محمود میاخېل

د ننګرهار پخوانی والي او د جمهوري غوښتونکو خوځښت د سیاسي اړیکو مشر

په یوه هېواد کې تل د جګړو او تاوتریخوالي زیاتوالی او همدا شان د ثبات او پرمختګ مخینه په کورنیو او بهرنیو عواملو پورې اړه لري. د یوه هېواد په ثبات کې کورني ټولنیز، فرهنګي، اقتصادي او سیاسي جوړښتونه او سیسټمونه له بهرنيو فکټورونو څخه زیات مهم رول لوبوي.

په سیاسي علومو کې وایي، چې د یوه هېواد کورنی سیاسي وضعیت، د هغه هېواد په بهرنيو پالیسیو باندې تاثیر لري او یا بهرنی سیاست د کورني سیاست انعکاس وي.

که د افغانستان د تېرو دوو پېړیو تحولاتو ته په لنډه توګه وګورو د کورني تاوتریخوالي، د قدرت په سر جګړو او په زور سره د قدرت ساتل مهم علتونه وو، چې له امله یې د افغانستان سیاسي، دولتي او ټولنیز بڼستونو ښه وده ونه کړی شوه.

له یوه پړاو څخه بل پړاو ته په سیاسي بدلونونو سره لا نور هم د افغانستان دولتي او ټولنیز بڼسټونه کمزوري شول، د نظامونو نومونه بدل شول؛ خو د بدل شویو نظامونو د پیاوړتیا لپاره لازم موسسات یا ادارې پیاوړې نه شوې.

همدا شان د قدرت د انحصار او د نفې د سیاست فرهنګ د حکومتونو او نظامونو له بدلون سره بدلون ونه کړ. د هر سیاسې پړاو له بدلون سره د نویو ناامنیو، تاوتریخوالو او جګړو ته نوې لارې پرانېستل شوې.

که د ظاهر شاه له دورې څخه راپه دې خوا په لنډ ډول نظر واچوو، د ډېموکراسۍ په لسیزه کې (۱۹۶۴ز کال) مطلقه پادشاهي په مشروطه بدله شوه، د بیان ازادي او د ولس تمه په نسبي توګه زیاته شوه؛ خو له بله اړخه د احزابو قانون توشیح نه شو او د دولت کړنې او پرېکړې بیا هم د مطلقه شاهي حکومتونو غوندې د پادشاه د پرېکړو پورې اړه درلوده، کله چې د یوه هېواد د ولسونو توقعات اوچت شي او هغه توقعاتو ته د وخت د شرایطو په اساس په ښه توګه ځواب ونه ویل شي، زمینه خامخا د وګرو سرکشۍ او د بهرنیانو لاسوهنو ته برابروي او د یوه هیواد د وګړو د ناامیدۍ او سرکشۍ په پایله کې زمینه دې ته برابریږي چې د تاوتریخوالي له لارې واک بدل شي.

همدا عمده لامل و، چې د واک د انحصار او د نفې د سیاست په پایله کې محمد داود خان کودتاه وکړه، شاهي نظام په جمهوریت بدل شو؛ خو تګلاره د حکومت هماغه د مطلقه شاهي حکومتونو په شان وه.

کله چې یو څوک واک په زور تر لاسه کړي؛ نو خامخا هڅه کوي چې قدرت هم د زور له لارې وساتي او د خپل حکومت تګلاره په زوره په ولسونو باندې تطبیق کړي.

که څه هم هغه وخت نسبې ارامي وه؛ خو د جمهوري ارزښتونو د پیاوړتیا لپاره کار ونه شو، ولسواکي حاکمه نه شوه، د احزابو په فعالیتونو او همداشان په غونډو او د بیان په ازادۍ بندیز و او د داود خان په پنځه کلنه دوره کې د نفې او قدرت د انحصار پالیسي حاکمه وه.

د داود خان د حکومت د انحصار د واک او د نفې سیاست نوې چلینجونه په کورني او بهرني ابعادو کې رامنځته کړل.

په غیر ولسواکه نظامونو او حکومتونو کې هر حاکم د قدرت د ساتلو او خپلو پروګرامونو د تطبیق لپاره مجبور دی، چې د ولس د رایو او ملاتړ په بدل کې په یوه ځانګړي ګوند، ډله او یا څو مقربو اشخاصو باندې تکیه وکړي.

په غیر ولسواکه ټولنه کې د پالیسیو په جوړولو او تطبیق کې ازاد بحث نه وي او ولسي حمایت هم کمزورې وي، ادارات او ولس باید د اولی الامر یا مشر اوامر او کړنې بې له دلیل ویلو پرته ومني او‌ عملي کړي.

د افغانستان د لومړي جمهوري دولت ولسمشر داود خان
د افغانستان د لومړي جمهوري دولت ولسمشر داود خان

په دې لړ کې د داود خان په څنګ کې د کیڼ اړخو ګوندونو او په ځانګړي توګه د پرچم ډلې غړو ځای ونیوه.

د داود خان کودتا هم د یو شمېر وفاداره ملګرو تر څنګ د همدغه کیڼ اړخې ډلې د غړو په ملاتړ وکړه، په لوړو پوستونو کې د کیڼ اړخو او بې تجربې کسانو نفوذ د دې لامل شو، چې داود خان ته وفاداره پخوانیو ملګرو او د هغه تر منځ فاصله زیاته شوه.

د همدغه کیڼ اړخو چارواکو له خوا د محمد هاشم میوندوال غوندې شخص او د هغه نېږدي ملګری لکه خان محمد مرستیال، جنرال کریم مستغني او نور چې د داود خان لپاره او هم هېواد ته وفاداره وو، له منځه یوسي، بندي یا د مجبوریت له مخې له هېواد څخه بهر شپې او ورځې تېرې کړي.

همداشان د اخوان المسلمین غړي، چې د جوانان مسلمان د ډلې په نوم یادېدل، ځینې یې ونیول شول او ځیني مجبوره شول چې له هېواد نه وتښتي.

په دې لړ کې استاد برهان الدین رباني، ګلبدین حکمتیار، احمدشاه مسعود، مولوي جمیل الرحمن، قاضي محمد امین وقاد او نور پاکستان ته ولاړل او د قدرت ساتلو لپاره په افغانستان کې د تاوتریخوالي او نویو جګړو د پیل بڼست کېښودل شو.

داود خان خپل ملاتړي هغه وخت له لاسه ورکړل چې د دویم ځل لپاره یې خپله نوې کابینه د ۱۳۵۶ل کال په اوایلو کې اعلان کړه.

په هغه وخت کې د خلکو هیله دا وه، چې داود خان به داسې کابینه اعلانوي چې د ولس په منځ کې نفوذ او ځای ولري.

زما پلار (سید محمود حسرت) چې د داود خان په وخت کې د تخار په ولایت کې د احصایي مدیر و، هغه وخت راته وویل چې د کابینې له اعلان وروسته، د داود خان ډېر نېږدې ملګری محمد رحیم شیدا چې د تخار والي و، خپل موټر راپسې راولیږه او د ښار نه لږ لرې، د سیند پر غاړه کیناستو.

محمد رحیم شیدا ډېر خفه ښکارېده او راته یې وویل چې اغا صیب! افغانستان رفت. مردم به کابینه نو توقعات زیات داشت اما تغیر بنیادی به میان نه امد.

البته که څوک محمد رحیم شېدا پېژني، هغه داود خان ته ډېر مخلص کس و؛ خو په اخر کې هغه هم د داود خان له کړنو مایوسه و.

د داود خان په دوره کې له یوه پلوه په ولسواکۍ باوري کسان په افغانستان دننه وټکول شول او له بله پلوه هغو کسانو چې د پاکستان په لومو کې ځانونه ښکیل کړل، د داود خان د حکومت پر وړاندې مسلحانه مبارزه یې پیل کړه.

پاکستان بیا دا وخت له خدایه غوښته چې د افغانانو په منځ کې نفوذ پېدا کړي.

پاکستان ته د جوانان مسلمان د غړو په ورتګ سره پاکستان په مستقیمه توګه د خپلو ستراتیژیکو اهدافو لپاره د افغانستان په کورنیو چارو کې بنسټیزې لاسوهنې پیل کړې، یا په بله اصطلاح پاکستان ته د سرو زرو چرګان په لاس ورغلل.

په دې لړ کې د جوانان مسلمان غړو په پنجشیر، لغمان، کونړ، ننګرهار او د پکتیا د ژیړوک په سیمو کې وسله وال عملیات د داود خان د حکومت په وړاندې تر سره کړل، چې سمدستي د حکومت او ولسونو له خوا وټکول شول.

که څه هم دا اقدام د حکومت له خوا ډېر ژر شنډ او له منځه یوړل شو؛ خو د افغانستان د بې ثباتې لپاره نوې لارې پرانېستل شوې او یو شمېر نور غړي د جوانان مسلمان د ډلې پاکستان ته وتښتیدل او هلته د پوځي روزنې او تربیې لاندې ونیول شول.

د دې لپاره چې داود خان خپل قدرت وساتي او هم د کورنیو مخالفینو او هم د پاکستان له خوا د نویو وسله والو مخالفینو مخنیوي وکړي؛ نو هغه مجبوره و چې په یوه بله ډله باندې خپله اتکا زیاته کړي.

په دې توګه د خلق او پرچم کیڼ اړخو ګوندونو نفوذ نور هم د داود خان په حکومت کې زیات شو.

دا چې ولسواکي حاکمه نه وه او د سیاسي ګوندونو په فعالیتونو محدودیت و؛ نو د هېواد د مسایلو په اړه ازاد بحثونه نه وو او د نویو بدلونونو او چلنجونو سره د داود خان کنټرول ورځ تر بلې په دولتي ادارو کې کمېده؛ نو په داسې حالت کې د بهرنیانو او په ځانګړي توګه د ګاونډیانو د استخباراتو پام افغانستان ته زیات شو.

د دغو بدلونونو په پایله کې د غویي کودتا وشوه، هغه وخت چې مونږ د کودتاه حالت په کابل ولیده، که داود خان په خپلو ادارو کنترول درلودلای او فعاله کابینه په ځانګړې توګه په امنیتي سکتور کې درلودلی نو د غویي د کودتا د کامیابېدو چانس ډېر کم و.

په هر حال؛ د غویي د میاشتې له کودتا سره بیا یو ګوند حاکم شو، حکومتولي خرابه شوه، ملي سمبولونه لکه: ملي بېرغ په سور بېرغ بدل شو، چې د شوروي اتحاد د کمونیست ګوند غوندې سټک او لور په سور رنګ ځای پر ځای شو.

یو ګوندي کابینه اعلان او د طالبانو په شان څوک چې د دوی په ګوند کې نه وو، هغوی د حکومت ضد عناصرو په توګه پېژندل کېدل.

د خلق او پرچم ګوندي غړي د شته دندو نه نیولې تر کابینې پورې ټول د یو فکر کسان په دندو وګومارل شول.

د حکومت پخواني غړي له دندو څخه په ډېرې بې عزتۍ سره لرې، بندخونو ته واچول شول او په زرګونو او ان په لسګونو زره کسان په بندخونو کې له محاکمې پرته ووژل شول.

د هغې دورې په نورو اړخونو دلته د بحث موضوع نه ده او ډېرې لیکنې پرې شوې دي چې څنګه حکومتولي خرابه شوه.

د غویي د کودتاه له راتګ سره پاکستان ته د کډوالو د تګ لړۍ نوره هم زیاته شوه او د نړۍ د سوړ جنګ د رقابتونو په لړ کې امریکا او متحدینو ته یې زمینه برابره شوه، چې د شوروي اتحاد په ضد نیابتي جګړې د پاکستان د ملاتړ لاندې تر سره کړي.

بالاخره پایله همدا شوه، چې په افغانستان کې جګړو نوې بڼه غوړه کړه او شوروي اتحاد پر افغانستان یرغل وکړ.

د شوروي اتحاد له یرغل سره ملي پاڅون ته په کابل او د هېواد په نورو سیمو کې زمینه برابره شوه، چې د شوروي اتحاد پوځونه له افغانستانه وتلو ته مجبور شول او د خلق او پرچم اخري حکومت د ډاکتر نجیب الله په مشرۍ راوپرځول شو.

د کورنۍ جګړې پر مهال د افغانستان موقت ولسمشر صبغت الله مجدیدي
د کورنۍ جګړې پر مهال د افغانستان موقت ولسمشر صبغت الله مجدیدي

د مجاهدینو ډلې چې د جنګ لپاره روزل شوې وې، په صفونو کې داسې کسانو ځای نیولې و، چې د خلکو وژل، د وطن ورانول او ملي ګټو ورته اصلاً هېڅ ارزښت نه لاره او مشرانو یې هم په خپلو صفونو کنټرول نه درلود.

د ډاکتر نجیب الله د حکومت له سقوط وروسته دوی ونه شو کړی، چې د حکومتولۍ اساس کیږدي او په پایله کې یې کورنۍ نیابتې جګړې پیل شوې، چې شپږ کاله یې دوام وکړ او کابل له خاورو سره خاورې شو او لسګونه زره کسان د کورنیو جګړو له امله ووژل شول.

تاوتریخوالی په فرهنګ بدل شو، د ملي شتمنیو چور او پاټکسالاري حاکمه شوه، د سوړ جنګ د ختم سره او له افغانستانه د شوروي اتحاد د ځواکونو له وتلو سره، نړۍ هم افغانستان ته شا کړه او د افغانستان حالات د سیمې هېوادونو لاسوهنو ته پرېښودل شول.

طالبان هم په داسې وخت کې رامنځته شول چې ولس نور د مجاهدینو نه په نهایي درجه په تنګ شوی و او هر هغه اواز ته یې لبیک وایه چې د مجاهدینو د پاټک سالارۍ فرهنګ ته یې د پای ټکی ایښودی شو.

طالبانو چې افغانستان بې له جګړو ونیوه، په اول کې یې وویل چې دوی نه غواړي حکومت وکړي او یوازې غواړي چې ټوپکسالاري ختمه کړي؛ خو کله یې چې کابل ونیوه؛ نو د قدرت د ساتلو لپاره یې نوې پلمې پيل کړې او ویې نه شو کړلی چې د حکومتولۍ د ښه والي لپاره کار وکړي؛ ځکه دوی هم د حکومت کولو لپاره روزل شوي نه وو.

طالبانو پنځه کاله حکومت وکړ؛ خو د دوی اجنډا د ږیرو پرېښودو او په ښځو باندې د بندیزونو څخه نور څه نه وو.

له خلکو نه عشر او زکات اخیستل او رشوت هم په اخر کې عام شوی و.

دوی هغه وخت هم د ولس په غم کې نه وو، بلکې دومره عاید یې ټولولو چې د دوی چاره پکې کېدله او د جومات د وظیفو نه یې ژوند ښه و.

ولس بیا هم یو بل بدلون ته په تمه و، چې بالاخره د سپټمبر یولسمه پېښه رامنځته شوه او امریکا او ناټو په افغانستان برید وکړ او د طالبانو حکومت یې رانسکور کړ.

د ملګرو ملتونو د پرېکړې او د بن د هوکړه لیک په اساس نوي امیدونه وټوکیدل، په میلیونونو افغانان د ایران، پاکستان او نورو هېوادونو څخه افغانستان ته وګرځیدل، نوی کور او نوی ژوند پيل شو.

د حکومتي ادارو په رغونه لکه؛ د ملي پولیسو، ملي اردو، تعلیمي‌، عدلي او قضایي او نورو ادارو په بیا رغونه کار پیل شو.

اقتصادي فعالیتونه له سره بیا پيل شول، موقت او عبوري دورو کې د پادشاه له مادې څخه بغیر، د ۱۹۶۴ز کال اساسي قانون مرعی الاجرا وګرځېد، ځکه یو حکومت هېڅکه بې له اساسې قانونه په سمه توګه فعالیت نه شي کولی، تر څو چې نوی اساسي قانون د ۲۰۰۴زکال په جنوري کې د لویې جرګې له خوا تصویب شو.

دا چې د خلکو امیدونه او توقعات زیات شول، متاسفانه د جمهور ریيس کرزي په دوره کې او هم د جمهور رییس محمد اشرف غني په دوره کې د قانون د حاکمیت او موسساتو د ودې لپاره کار ونه شو.

اکثره د مجاهدینو پخوانیو لوبغاړو چې په نوي حکومت کې عمده رول درلود، د دې پر ځای چې له تېرو تېروتنو نه یې څه زده کړې وي او پخوانۍ تېروتنې یې بیا تکرار کړی نه وی، له بده مرغه د هماغه خرک او درک قصه وه او تر پخوا نه دوی نور هم بدتره شول او د حکومت د نفوذ او قدرت نه په استفادې سره یې په خپلو سیمو کې ډېر ظلمونه وکړل چې د دوی د ظلمونو او فساد له امله د حکومت او ولس تر منځ واټن ورځې تر بلې زیاتېده.

همدا کسان د جنګي اقتصاد لویه برخه شوه او په جنګې اقتصاد کې موسسات یا ادارې ددې پر ځای چې قوي شي، کمزوري شول.

د جمهوریت د دورې لویه تېروتنه همدا وه، چې د موسساتو د ودې په عوض یې په اشخاصو اتکا وکړه.

پایله یې د نویو جګړو پيل او له شلو کلونو جګړو وروسته د جمهوریت د سقوط لامل شو.

په دغه دوره کې د نویو ټېکنالوژیو سره - سره د تاوتریخوالي بڼه هم بدلیدله.

په جوماتونو، ښوونځیو، ښارونو، ودونو او جنازو کې د ځانمرګو بریدونو لړې پیل شوه، چې داسې بریدونه د ټولو افغاني، اسلامي او انساني ارزښتونو په ضد عمل و.

ځانمرګي بریدونه د افغانانو په فرهنګ کې نه وو؛ خو دا فرهنګ د عربو افراطي ډلو څخه افغانستان ته انتقال شو.

د حکومت مخالفین چې په مستقیمه توګه د پاکستان له خوا روزل کېدل، د افغانستان ملي منافع، افغاني، اسلامي او انساني ارزښتونو ورته هېڅ اهمیت نه درلود.

د وحشت یوه نوې لړۍ پيل شوه، چې ساری یې په تېرو دورو کې نه و، که څه هم د جمهوریت د سقوط علتونه زیات دي؛ خو په جنګي ډګر کې د جګړو روایت یې د لاسه ورکړ او داسې وښودل شوه، چې حکومت جګړه او مخالفین سوله غواړي ځکه په چریکي یا ګوریلایي جګړو کې مخالفین تل د ولسونو په منځ کې ځای نیسي او د دوی پټنځایونه د حکومت له خوا ویشتل کیږي.

د ملکي تلفاتو د زیاتوالې له امله حکومت د جګړو روایت له لاسه ورکوي او مجبوریږي چې د مخالفینو په وړاندې شاه تګ وکړي.

دا چې طالبان په دویم ځل بیا واک ته ورسېدل، د دوی تاوتریخوالی او د حاکمیت طریقه د تېرې دورې نه نوره هم افراطي شوې ده او د تېر تاریخ، پېښو او جګړو څخه عبرت نه دی اخیستل شوی.

که حالات همداسې دوام وکړي، افغانستان د تاوتریخوالي او جګړو یوې بلې صعودي مرحلې ته داخلیږي.

دوی دا ځل په ډک کور ننوتلي دي او دا چې په ولس څه تېریږي، د تېرې دورې په شان د ولس په غم او درد کې نه دي، خو د دوی ژوند د ټکسونو په ظالمانه ډول راټولو او هم د بهرنیانو د بستو نه په کمېشن اخیستلو ښه تېریږي.

د طالبانو د سختو پالیسو پر وړاندې د معترضو مېرمنو لاریون
د طالبانو د سختو پالیسو پر وړاندې د معترضو مېرمنو لاریون

سوال دا دې چې ایا دا حالت دوام کولې شي‌ که نه؟

کله چې په ۱۹۸۸زکال کې د جنیوا هوکړه لیک د Negative Symmetry د افغانستان او پاکستان له خوا لاسلیک او امریکا او شوروي اتحاد د ګرنټور په توګه تایید کړه، هغه وخت د مجاهدینو ډلې څنګ ته شولې او تعهد دا و، چې امریکا به مجاهدینو ته او شوروي اتحاد به د کابل حکومت ته پوځي مرستې نه ورکوي.

له بده مرغه، هغه وخت دومره وسلې او تجهیزات په سیمه کې غیر دولتي ډلو لاس ته ورغلې وې، چې په هماغه وسلو د دېرشو کلونو لپاره نیابتي جګړې په افغانستان کې تر سره شوې.

اوس هم د جمهوریت د سقوط نه دومره زیاته وسلې غیر دولتي ډلو سره شتون لري، چې په دې وسلو کولی شي، چې د راتلونکو دېرشو کلونو لپاره پرې جګړې وشي.

که د تېرو بدلونونو بګرونډ او شالید ته نظر واچوو، د هر پړاو له بدلون سره، د جګړو او تاوتریخوالو نوې بڼې رامنځته شوې او دا بدلون نزولي نه بلکې صعودي دی؛ ځکه جنګي ډلو نوې تکتیکونه زده کړل، نویو وسلو ته یې لاسرسې درلود او د سیمې او نړۍ د استخباراتو سره یې نوې اړیکې ټینګې کړې دي.

جنګې ډلو د خپل هېواد ګټې او ملي‌ منافع تر پښو لاندې کړي دي او لنډ ځواب دا دی، چې دا حالات داسې دوام نه شي‌ کولې که د احتیاط نه کار وانه خیستل شي، د جګړو یوه بله بڼه رامنځته کیږي.

که د جنګونو هر پړاو ته نظر واچوو، یوه جګړه هم د افغانانو په خیر نه ده تمامه شوې؛ نو په دې توګه به راتلونکې جګړې هم د افغانانو په خیر نه وي.

ښه خبره همدا ده، چې ټولې خواوې د طالبانو په ګډون د تېر تاریخ، جګړو او د حکومتونو او نظامونو د پرځولو او راپرځولو نه عبرت واخلي او د افغانستان د راتلونکي لپاره په یوه وسطه تګلاره ومني او د هغې تګلارې عملي‌ کېدو ته زمینه برابره کړي.

په متوسطه تګلاره کې د افغانانو، سیمې او هم د ټولو سیاسي‌ خواو خیر دی.

یادونه: پورته لیکنه د لیکوال نظر څرګندوي، افغانستان انټرنشنل - پښتو د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د چا د نظر ملاتړ نه کوي.