د پاکستان حکومت وايي ۴ لکه ۳۵ زره افغان کډوال هېواد ته ستانه شول

AP ۱۴۰۲ لیندۍ ۲۶

د پاکستاني د حکومتي شمېرو له مخې؛ له دغه هېواده له تېر اکټوبر راهیسې تر ۴ لکو ۳۵ زرو بې اسناده افغان کډوال هېواد ته ستانه شول.

د پاکستان حکومت افغان کډوال د دغه هېواد په ناامنۍ کې ښکېل بولي او د تېر اکټوبر په لومړیو کې یې د دوی د اېستلو لړۍ پیل کړه.

د پاکستان دولتي راډیو نن د پاکستاني چارواکو په حواله وايي، چې د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ دوام لري.

سره له دې چې نړۍوالې ټولنې او مرستندویه ادارو بیا - بیا له اسلام اباد غوښتي، چې د دې کډوالو ستنول وځنډوي؛ خو د پاکستان په دریځ کې کوم بدلون نه دی راغلی.

پاکستاني چارواکي دا هم وايي، چې د راتلونکي میلادي کال تر پیل پورې ټول بې اسناده کډوال ستنوي او له هغه وروسته به د قانوني کډوالو ستنول هم پیل کړي.

نور خبرونه

رادیو