طالبانو له ایټالیا د سرطان ناروغیو د څیړنیز مرکز د جوړیدو په پرخه کې د همکارۍ غوښتنه وکړه
د طالبانو په ولکه کې د افغانستان ملي ټلویزیون د راپور له مخې، د دې ډلې د عامې روغتیا سرپرست وزیر ډاکټر قلندر عباد د افغانستان لپاره د ایټالیا له شارژدافېرې ناتالیا کویناویل سره لیدنه کې د سرطان ناروغیو په اړه د یو څیړنیز مرکز د جوړیدو په پرخه کې د همکارۍ غوښتنه کړې ده.
قلندر عباد په دې لیدنه کې د میندو او نوزېږو ماشومانو لپاره د روغتیايي خدمتونو د پیاوړي کولو او او هیواد ته د بیرته ستنیدونکو افغانانو لپاره د لومړنیو او اساسي خدمتونو وړاندې کولو په برخه کې هم د ایټالیا همکاري غوښتې ده.
د ملي ټلویزیون د راپور له مخې، د ایټالیا شاژدفیرې په روغتیايي برخه کې د مرستو د دوام ډاډ ورکړی دی.
تر ډې وړاندې د افغانستان د کرېکټ ستوري محمد نبي او د عطا خیریه بنسټ مشر عطاالله شګیوال هم په افغانستان کې د سرطان ناروغۍ د درملنې د مرکزونو د جوړولو ژمنې کړې وې.
د عطا خیریه بنسټ په دې برخه کې له بیلابیلو هیوادونو مرستې هم راغونډې کړې، خو د روغتون د عملي کار څرک لا نه دی لګیدلی.