د ‏طالبانو د کډوالو چارو وزارت: سلګونه کډوال له پاکستانه په جبري توګه ستانه کړل شوي دي

AP ۱۴۰۲ لیندۍ ۲۵

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت په خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې د ننګرهار ولایت د کډوالو ریاست له پاکستانه د لېندۍ په ۲۳مه او ۲۴مه د ۶۶۸ کډوالو له ستنېدو خبر ورکړی.

په ننګرهار ولایت کې ‏د تورخم د طالبانو تر واک لاندې د سرحدي امریت د مالوماتو پر بنسټ، ۱۲۷ کورنۍ چې ټولټال ۶۶۸ کسان کېږي په جبري توګه له پاکستانه ستانه کړل شوي او له پېژندنې وروسته اړمن کسان یې د مرستو ترلاسه کولو لپاره د کډوالو نړۍوال سازمان او د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ ته ورپېژندلي دي.

ورته مهال‏ پاکستانۍ رسنۍ هم راپور ورکړی، چې د رسمي شمېرو له مخې تېره ورځ ۱۸۵۴ افغانان خپل هېواد ته ستانه کړل شوي دي او لاهم د افغان کډوالو د ستنولو لړۍ په منظمه توګه روانه ده.

نور خبرونه

رادیو