پاکستانۍ رسنۍ: د رسمي شمېرو له مخې تېره ورځ ۱۸۵۴ نور افغانان خپل هېواد ته ستنانه کړل شول

AP ۱۴۰۲ لیندۍ ۲۵

د پاکستانۍ رسنیو د رپوټونو له مخې د دغه هېواد چارواکي په فعاله توګه د هغو افغانانو د بېرته ستنولو بهیر ته دوام ورکوي، چې د دغه هېواد په بېلابېلو ښارونو کې پرته له اسنادو مېشت دي.

د پاکستان د حکومت شمېرې ښيي، چې د ډسمبر په ۱۵مه ۱۸۵۴ نور افغانان له دغه هېواده وتلي.

په دغه ستنېدونکو کسانو کې ۵۲۳ یې نارینه، ۳۹۴ یې ښځې او ۹۲۶ ماشومان شامل دي، چې ټولټال ۲۳۵ کورنۍ کېږي په ۱۱۴ موټرو کې ستنول شوي دي.

له پاکستانه د ستنو شویو افغانانو ټول شمېر تر دې مهاله ۴۳۳۵۱۸ ته تنو رسېدلی؛ خو د ډسمبر تر ۱۴مې دغه شمېر ۴۳۱۴۳۱ تنه ښودل شوی و.

له بلې خوا د پاکستان په پلازمېنه او نورو بېلابېلو ښارونو کې مېشت افغانان له پاکساني پولیسو سرټکوي.

دوی وایي، چې له څو ورځني ځنډ وروسته په وار، وار ماښام مهال د کور ور ورټکول کېږي او پولیس یې د اسنادو پوښتنه کوي.

د دغو کډوالو په خبره، پولیس د پېسو د ترلاسه کولو لپاره وخت ناوخته د کورونو شاته ورځي او د دوی له ځورولو وروسته پیسې ورځینې اخلي.

نور خبرونه

رادیو