د سویلي وزيرستان په مکېن کې د وسله‌والو او امنيتي سرتېرو ډزو کې لږ تر لږه ۷ښځې ټپيانې شوې

سیمه‌ییز چارواکي وایي، چې د سویلي وزيرستان په مکېن کې د وسله‌والو او امنيتي چارواکو په ډزو کې لږ تر لږه ۷ ښځې ټپيانې شوې. خو دغه چارواکو لا په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړي.

د سيمې يو اوسېدونکی وایي:« دغه مېرمنې د سون توکو لپاره د لرګيو په ټولولو بوختې وې.»

د سيمې دغه اوسېدونکي ادعا کړې، چې دغه مېرمنې له اوو څخه زياتې وې؛ خو تر اوسه د اوو تنو نومونه نه دي په ډاګه شوي، چې په روغتون کې تر درملنې لاندې دي.

له بلې خوا سیمه‌ییزې سرچینې وایي، چې په دغې پېښه کې دوه ښځې وژل شوې هم دي.