ممتاز زهرا بلوڅ: افغان طالبان دې د دېره اسماعیل خان برید عاملین او ټيټيپي غړي راوسپاري
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوڅ د پنجشنبې په ورځ د طآلبانو له حکومته وغوښتل، چې د دېره اسماعیل خان د ترهګریز برید د عاملینو پر ضد دې پرېکنده اقدام وکړي او په برید کې ښکېل کسان دې پاکستان ته وسپاري.
هغې وویل:« افغانستان باید د دغه وحشیانه برید عاملین ونیسي او د تحریک طالبان پاکستان مشرتابه سره یوځای، دې هغوی پاکستان ته وسپاري.»
هغې زیاته کړه، د پاکستان خلک د افغانستان له حکومته تمه لري چې په دې برخه کې عملي ګام واخلي او دا په ډاګه کړي چې د هغوی خاوره د ترهګرو ډلو لهخوا نه کارول کېږي.
اغلې بلوڅ هغه ګنګوسې هم په کلکه رد کړې، چې ګواکې له ټيټيپي سره یې خبرې روانې دي.
هغې وويل:« د پاکستان امنيتي ادارې دې پایلې ته رسېدلې، چې پاکستان کې په وروستيو بريدونو کې لاس لرونکي د ټيټيپي غړي افغانستان کې په خوندي پټنځايونو کې مېشت دي.»
خو له بلې خوا افغان طالبانو تل د ټيټيپي د مشرانو د شتون په اړه د پاکستان څرګندونې رد کړې دي.