د پاکستان د اطلاعاتو وزیر: افغانستان د پاکستان او نړۍ امنیت لپاره ګواښ دی

د پاکستان د اطلاعاتو لنډمهاله وزیر مرتضی سولنګي د پنجشنبې په ورځ ویلي، افغانستان د داعش او القاعده په څېر د ترهګرو ډلو په پټنځای بدل شوی. هغه خبرداری ورکړی، چې افغانستان نه یوازې د پاکستان؛ بلکې د نورو ګاونډیو او نړۍ هېوادونو امنیت ته په یو ګواښ بدل شوی دی.

ښاغلي سولنګي په خپلې یوې مرکه کې ویلي، چې د ترهګرو د ګواښ په اړه پاکستاني چارواکي له طالبانو سره په دوامداره توګه د خبرو په حال کې دي او هغوی ته یې ویلي، چې د دغه ګواښ پر وړاندې یې چلند د منلو نه دی.

هغه زیاته کړه، چې« دغه چلند به تر ډېره دوام ونه کړي.»

پاکستان په وار، وار افغان طالبان تورن کړي، چې د ټي‌ټي‌پي پر وړاندې کوټلی ګام نه اخلي.

د تېرو دوو بریدونو وروسته د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د دغې ډلې سفیر هم احضار کړی و.