د کډوالو نړیوال فورم کې د ایران استازی: د افغانانو د جبري کډوالۍ عوامل باید له منځه لاړ شي

AP ۱۴۰۲ لیندۍ ۲۴

جنیوا کې د کډوالو په نړیوال فورم کې د ایران استازي وویل، د کډوالو پر داوطلبانه ستنیدو سربیره باید د نویو بې ځایه کیدو مخه ونیول شي او د افغانانو د جبري کډوالۍ عوامل له منځه یووړل شي.

عبدالله موبیني وویل، ټول شموله حکومت باید د نجونو او ښځو لپاره د زدکړو او کار زمینه برابره کړي.

ایسنا خبری اژانسد جمعې په ورځ د ليندۍ پر ۲۴ مه په يوه راپور کې ويلې، چې د ایران د اسلامی جمهوریت د کورنیو چارو وزارت د کډوالۍ ملي ادارې مشر په دغه کتنه کې وویل، څه د پاسه اوه سوه زره افغان محصلین په ایران کې په زدکړو بوخت دی.

د رسنیو د راپورونو له مخې دا مهال په ایران کې زرګونه افغان ماشومان او تنکي ځوانان د زدکړو له حقه بې برخې دي.

همدا ډول ایران هم د دغه هېواد په ۱۶ ښارونو کې د افغان اتباعو پر حضور بندیز لګولی دی.

دغه ایراني چارواکي پر نړیواله ټولنه نیوکه کړې او ویلي یې دي، چې د نړیوالې ټولنې له خوا ایران ته د ورکړل شویو مرستو اندازه «د کډوالو د کوربه توب لپاره ډېره لږ ده او د کوربه توب د لګښتونو له يو سلنې هم کمه ده.»

ښاغلي موبیني ادعا وکړه، چې په هرات کې له خونړۍ زلزلې وروسته له دغې پېښې اغېزمن کسان ایران ته کډوال شوي دي.

دغه ایراني چارواکي له ایران افغانستان ته د اخراج شویو کډوالو احصایې وړاندې نه کړې.

په وروستیو میاشتو کې ایران او پاکستان د افغان کډوالو د جبري ایستلو بهیر ګړندی کړی دی.

په تېرو څو میاشتو کې د ایران او پاکستان له بېلابېلو ښارونو لسګونه زره افغان کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي.

د کډوالو نړیوال فورم د چهار شنبې په ورځ د ليندۍ ۲۲ مې نیټې د جمعې د ليندۍ ۲۴ پورې د سویس په جنیوا کې جوړ شوی دی.

نور خبرونه

رادیو