ملګري ملتونه: په بامیانو کې مو پر ۱۰۰ راستنو شویو کورنیو سون توکي وېشلي دي

AP ۱۴۰۲ لیندۍ ۲۴

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمیشنري وايي، په هغو سلو راستنو شویو کورنیو یې سون توکي او د لمریزې برېښنا وسایل وېشلي چې په دې وروستیو کې له پاکستانه په زور راشړل شوي وي.

دغې ادارې په اېکس پاڼه لیکلي، دغه کورنۍ چې د ژمي په درشل کې په جبري توګه له پاکستانه اېستل شوې وې د ژمي د سړو سېلیو پر وړاندې یې هیڅ ډول چمتوالی او وسایل په واک کې نه لرل؛ نو له همدې امله د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ وپتییله، چې پر دغو کورنیو اړین ژمني توکی ووېشي.
دغه بنسټ دا رنګه وايي، له دغو کډوالو سره یې څه نا څه نغدي مرستې هم کړي او په پام کې لري، چې د افغانستان په نورو سړو سیمو کې هم په راستنول شویو اړمنو کورنیو ورته مرستې ووېشي.
بامیان چې د افغانستان په تر ټولو سړو ولایتونو کې راځي ژمی یې سخت وي او هر کال په کې پریمانه واورې ورېږي.
له پاکستانه په جبري توګه د راستنول شویو کډوالو ژوند د افغانستان په هر ولایت کې خورا تریخ او له لالهاندیو سره مل دی.

تر دې وړاندې ګڼو مرستندویه ادارو او بنسټونو او یو شمېر هېوادونو له پاکستانه غوښتي وو، چې د ژمي په درشل کې دې د افغان کډوالو له ستنولو تېر شي؛ خو هغه هېواد په خپل دریځ ټینګار لاره چې د دوی پرېکړه وروستۍ ده او له هغې نه په شاکېدونکي دي.

نور خبرونه

رادیو