د چمن پولیسو د چمن پرلت وهونکو پر کورونو چاپې وهلې

AP ۱۴۰۲ لیندۍ ۲۳

د چمن پرلت وهونکي وايي، له تېرې یوې اونۍ راهیسې د چمن ځايي پولیسو د پرلت د یو شمېر فعالو غړو پر کورونو چاپې پیل کړې، خو تر اوسه یې په دغو چاپو کې څوک نه دي نیولي.

د سپین بولدک ـ چمن پر دروازه د پاسپورټ د جبري کېدو په غبرګون کې د پیل شوي پرلت نږدې دوه میاشتې په پوره کېدو دي.

خو په دې وروستیو لسو ورځو کې د چمن ځايي امنیتي ادارو د چمن پرلت د فعالو غړو پر کورونو د شپې له خوا د دوی د نیولو په موخه چاپې پیل کړې دي.

د چمن امنیتي ادارو په تازه چاپو کې تېره شپه ناوخته د څلورو پرلت وهونکو پر کورونو چاپې وهلې دي.

د چمن پرلت غړی او د ټولنیزو رسنیو فعال شاکر سنګري وايي، د چمن امنیتي ادارو د نوموړي او د هغه د کورنۍ د دوو غړو په کور څلور ځله چاپې وهلې دي.

ښاغلی سنګري وايي: «له هغې ورځې راهیسې چې ځايي امنیتي ادارو په چمن کې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین ونیو، له هغه وروسته په هرو دوو شپو کې زما پر کور د چمن امنیتي ادارې چاپې وهي، امنیتي کسان زما د ورور او د کاکا زوی د لټون په موخه زموږ په کورونو کې لټه کوي او په کور کې ښځې او ماشومانو ته سپکې سپورې هم وايي.»

د چمن ځايي ادارو د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر منظور احمد پښتین د نیولو په قضیه کې د پرلت پر شاوخوا ۳۵ غړو هم عریضې ثبتې کړې دي.

د چمن امنیتي ادارو تېره شپه د چمن پرلت د مرکزي کیمټې او د پښتون ژغورنې غورځنګ د غړي فدا محمد قبایل پر کور هم چاپه وهلې وه.

ښاغلی قبایل وايي: «موږ د پولیسو د لټون څخه نه پټیږو او نه هم وېره لرو. موږ خپله مبارزه مخته وړو خو د چمن امنیتي ادارې د قانوني سند لرلو پرته د شپې په تیاره کې زموږ پر کورونو چاپې وهي. دوی غواړي په دې کارونو موږ و ډاروي خو څه چې زموږ او زموږ د قوم حق دی د هغه د ترلاسه کولو لپاره به موږ تل مبارزه کوو.»

نور خبرونه

رادیو