د ایران بهرنیو چارو وزیر: د افغان کډوالو ستونزه خپل هیواد ته له ستنېدو پرته نه حلیږي

AP ۱۴۰۲ لیندۍ ۲۳

د ایران بهرنیو چارو وزیر وايي افغان کډوالو د روغتیا او پوهنې په ګډون د ایران عامه سرچینو ته جدي ننګونه پېښه کړې، او افغانستان ته یې د هغوی د ستنېدو غوښتنه کړې ده.

حسین امیر عبداللهیان وايي، ایران نه شي کولای د پخوا په څېر د هغو افغانانو له پاره چې ډېری یې اروپا ته د تګ هڅه کوي، خدمتونو ته دوام ورکړي.

امیر عبداللهیان په جینیوا کې د کډوالو د نړیوال فورم په غونډه کې چې د ایران بهرنیو چارو وزارت له خوا یې متن خپور شوی وویل: «د افغان کډوالو مسله خپل هیواد ته د هغوی له ستنیدو پرته نه شی حلیدای.»

د ایران بهرنیو چارو وزیر د ملګرو ملتونو کډوالو له عالي کمېشنرۍ، ګاونډیو هېوادونو، بسپنه ورکونکو هېوادونو او نورو ښکېلو خواوو څخه وغوښتل چې له افغانستان سره د اغېزمنې همکارۍ په موخه دې خپل هېواد ته د کډوالو د جلبولو لپاره مناسب اقتصادي، امنیتي او سیاسي بنسټونه همکاري وکړي.

ښاغلي عبداللهیان خپل هیواد ته د کډوالو د ستېندو زمینې په برابرولو کې طالبان لومړی درجه مسول ګڼلي دي.

د ایران بهرنیو چارو وزیر وویل، د ایران خلکو د امریکا له خوا د غیر انساني بندیزونو له لګولو سره، سره له افغان کډوالو سره په سخاوتمندانه توګه خپلې محدودې سرچینې شریکې کړې دي. هغه وویل چې ایران په خپلو کمو کورنیو سرچینو د کډوالو د لوی نفوس د کوربه توب د زیات فشار احساس کوي.

حسین امیر عبداللهیان زیاته کړه: «دا د روغتیا او درملنې، پوهنې، انرژۍ، اوبو او برېښنا په ګډون د زیربنایي برخو لپاره یوه جدي ننګونه ده.»

تر دې مخکې د ایران یوه چارواکي ویلي و چې دوی د طالبانو د پلاوي د سفر پر مهال خپل هېواد ته د افغان کډوالو د ستنېدو موضوع مطرح کړې وه، خو دغې ډلې له ایرانه د یوه فرصت غوښتنه وکړه.

نور خبرونه

رادیو