د طالبانو حکومت د ريیس الوزرا سیاسي مرستیال، له ډېرې مودې وروسته یو ځل بیا راڅرګند شو
تر دې وړاندې داسې ګنګوسې وې، چې ګواکې مولوي عبدالکبیر د طالبانو له مشرتابه خپه شوی او کار ته نه حاضریږي. یو شمېر نورو یې بیا د هغه د ناروغۍ په اړه هم خبرې کولې، چې ګواکې د درملنې په موخه پاکستان ته تللی دی.
خو د طالبانو د ریاست الوزرا لهخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې هغه په دې وروستیو کې د ناروغۍ له امله په کور کې استراحت و، چې بیا وروسته په روغتون کې بستري شو؛ خو خبر پاڼې دا نه ده روښانه کړې چې نوموړي څه ناروغي لرله، په کوم هېواد او په کوم روغتون کې بستر شوی و.
ډېر ځله لیدل شوي، چې د طالبانو یو شمېر چارواکي په ناڅاپي توګه غایب شي او طالبان یې هم په اړه ډېر څه نه وايي.
بله غاړه په افغانستان کې شته رسنۍ هم له ډېرې وېرې دغسې راپورونه نه شي خپرولای او که کومه رسنۍ د داسې راپورونو د خپرولو تکل کوي؛ نو سمدلاسه یا تړل کېږي او یا هم د پوښتنو ګروېږنږ له پاره استخباراتي ادارو ته راښکل کېږي.
دا رنګه په خپله طالبان هم د دغسې حساسو موضوعګانو څخه چې په هغو کې د دوی د مشرتابه پرېکړې ننګول کېږی، په څنګ تیرېږي.
یو شمېر شنونکي وايي، طالبان له همدې امله له نورو ډلو پیاوړي دي چې د دوی له منځه ډېرې حساسې موضوعګانې او اختلافي ټکي بهر ته درز نه کوي، دوی هر څه له یو بله پټ ساتي.