‏طالبان: تېره یوه ورځ کې له ایرانه تر زرو ډېر کډوال په خپله خوښه او جبري توګه راستانه شوي

AP ۱۴۰۲ لیندۍ ۲۳

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت په اېکس پاڼه لیکلي، چې ۱۸۳۵ افغانان د لېندۍ په ۲۳مه د هرات اسلام کلا له لارې هېواد ته راستانه شوي دي.

د اسلام کلا د سرحدي امریت د مالوماتو پر بنسټ، د دغو کسانو په ډله کې چې کډوالې کورنۍ او یو شمېر مجرمین هم شامل دي ۳۲۴ کسان یې اړمن وپېژندل شول او د مرستو ترلاسه کولو لپاره د کډوالۍ نړۍوال سازمان ته ورپېژندل شوي او خوراکي او غیرخوراکي توکي یې ترلاسه کړي دي.

همدارنګه پر ۱۹ کورنیو لس، لس زره افغانۍ، پر ۵۶ تنو وړیا سیم کارټونه وېشل شوي او ۲۱۰ تنه یې له روغتیایي خدمتونو هم برخمن شوي دي.

نور خبرونه

رادیو