پاکستان لویدیځو هېوادونو ته د تلونکو افغانانو لپاره په دغه هېواد کې د اوسېدو موده وغځوله

AP ۱۴۰۲ لیندۍ ۲۳

پاکستان د هغو لسگونو زرو افغانانو لپاره په دغه هېواد کې د پاتې کېدو نېټه دوه میاشتې نوره هم غځولې، چې په درېيم هېواد کې د مېشتېدو په تمه دي.

د پاکستان د اطلاعاتو وزیر مرتضی سولنګي د ډسمبر په ۱۳مه دغه موضوع وروسته له هغه اعلان کړه، چې د پاکستان د کابینې له خوا تصویب شوه.

اوس دغه ځانګړې ډله افغانان چې پاکستاني چارواکو ویلي؛ باید د ډسمبر تر اخره له دغه هېواده ووځي،‌ کولی شي چې د فیبرورۍ تر ۲۹مې پورې په پاکستان کې پاتې شي.

سولنګي خبریالانو ته وویل:”د دې پرېکړې موخه داده، چې په پاکستان کې په غیر قانوني توګه مېشت افغانان وهڅول شي چې قانوني اسناد ترلاسه کړي او یا ژر تر ژره په یوه درېیم هېواد کې د مېشتېدو پروسه نهايي کړي.”

هغه وویل هغه خلک چې له پاکستانه د وتلو لپاره د نوې ټاکل شوي نېټې څخه وروسته په دغه هېواد کې پاتې شي، د میاشتې به له ۱۰۰ ډالرو تر ۸۰۰ ډالرو پورې جریمه شي.‌

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې یونیسیار او پاکستاني چارواکو په وینا؛ له هغه وخت راهیسې چې د اکټوبر په میاشت کې پاکستان د ۱.۷ میلیونه بې اسناده کډوالو د ایستلو اعلان وکړ، تر اوسه تر نیم میلیون پورې افغانان بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

پاکستان د دغو افغانانو د پاتې کېدو موده څو ورځې وروسته له هغه تمدید کړه، چې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس ویسټ اسلام اباد ته سفر وکړ او هلته یې له پاکستاني چارواکو سره د افغان کډوالو د خوندیتوب پر اړتیا خبرې وکړې.

نېږدې شل زره افغانان چې اوس په پاکستان کې ژوند کوي، په دې تمه دي چې د بیا مېشتېدو لپاره امریکا ته واستول شي.

نور خبرونه

رادیو