امرالله صالح: هغه ترهګر چې د خواجه اصف لهخوا نازول کېدل، پاکستاني ځواکونه یې ووژل
د افغانستان د پخواني ولسمشر لومړي مرستیال په خپله اېکس پاڼه لیکلي، په ډېره اسماعیل خان کې د پاکستاني پوځیانو وژونکي او قاتلین هماغه ترهګر وو چې تر پرونه د پاکستاني چارواکو لهخوا نازول کېدل او د نجات پرښتې یې بللې؛ خو نن هماغو نازولو د ټوپک شپیلۍ د دوی پر لور راواړولې.
ښاغلي صالح د خپل پوست په بله برخه کې په څنګ زنه ژبه لیکلي، هغو ترهګرو چې له څو لسیزو راهیسې یې د افغانانو پر وینه لاسونه سره کړي و، هلته مو ولې ورته د ازادي بخښوونکو لقبونه ورکول، چې اوس وار له مخې ورته د ترهګرو نومونه او ادبیات کاروئ.
ښاغلي صالح وړاندې لیکلي، چې ښاغلی اصف د افغانانو په قتل عام چکچکې وهلې او طالبان یې د غلامۍ د زنځیرونو ماتونکي بلل؛ خو ښایي اوس ورته روښانه شوې وي، چې ترهګر هیڅکله هم د خپلولو نه دي.
سره له دې چې تر اوسه د ښاغلي صالح د دغه پوسټ په ځواب کې پاکستاني لوري څه نه دي ویلي؛ خو امرالله صالح هم د جمهوریت پر مهال او هم د جمهوریت له ړنګېدو وروسته پر پاکستان توندې نیوکې کړې او په افغانستان کې یې د جګړو اصلي سرچینې په پاکستان کې استخباراتي ډلې او کړۍ یادې کړې، هغه څه چې د پاکستان لهخوا تل دغه شان ادعاوې په کلکه ردې شوې هم دي.
د کابل او اسلام اباد تر منځ د پخوا راهیسې پر یو بل سختې نیوکې کېږي، چې په دې برخه کې سیاستوال بیا تر نورو هغو مخکښ دي؛ خو تر ډېره دغه شان لانجې ګونجې بیا د هغو افغان کډوالو پر ژوندانه سخت اغیز پرې باسي چې په پاکستان کې مېشت دي.