د انګور اډې پرلت کونکي: حکومت په ډیورنډ کرښه له ګنډو وړلو پرته نورې غوښتنې راسره مني

AP ۱۴۰۲ لیندۍ ۲۳

په انګور اډه کې پرلت کونکي وايي، ځايي حکومتي مسولانو د خبرو اترو پر مهال ورته ویلي چې په ډیورنډ کرښه په قاچاقي ډول د توکو پنډې یا د ګنډو وړل راوړل ورسره نه مني او نورې غوښتنې به يې ومني.

دوی وايي د سیمې سلګونه کسان په همدې کار سره د خپلې کورنۍ ورځنی لګښت پوره کوي.

نن ۲۹مه ورځ ده چې د سوېلي وزیرستان په انګور اډه کې د برمل او انګور اډې په دروازه د پاسپورټ او ویزې د جبري کېدو په غبرګون کې د سیمې خلکو پرلت وهلی.
د دغه پرلت ګډونوال چې نن د (لیندۍ ۲۳مه) يې ۲۹مه ورځ ده وايي، د کومو غوښتنو په موخه يې چې پرلت وهلی له هغو نه په شا کیږي او دا پرلت به روان ساتي.
د پاکستان حکومت د سپین بولدک ـ چمن په دروازه د تګ راتګ پرمهال د پاسپورټ او ویزې تر جبري کيدو وروسته د انګور اډې ـ او برمل تر منځ په تګ راتګ پاسپورټ او ویزې جبري کړل چې په سیمه کې يې خلکو په غبرګون کې پرلت وهلی.
پرلت وال وايي ځايي حکومتي مسولان هڅه کوي د پرلت مشرانو او مخکښو کسانو په نیولو هغوی وډاروي او په دې سره پرلت ړنګ کړي.
په سیمه کې خپلواک خبریال لال وزیر وايي، ځايي حکومت د پرلت والو غوښتنو ته څه نا څه نرمي ښودلې خو وايي لا هم نه ده معلومه چې کله به عملي کيږي.
ښاغلی لال وزیر زیاتوي چې لا هم په کډو بار لويې لارۍ او بار وړنکي موټر د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته ولاړ دي او چاته هم د پاکستاني پوله ساتو له لوري د تګ راتګ اجازه نه ورکول کیږي.
سرچينې وايي چې دغلته واړه بازارونه او ټولې لویې او وړې لارې تړل شوې دي او خلک د خوراکي او اړتيا وړ توکو له کمښت سره مخ شوي.
د انګور اډې اوسېدونکو د دغه پرلت په دویمه ورځ د پاکستان له حکومته څوارلس غوښتنې کړې وې چې په څوارلسو غوښتنو کې په پاسپورت د تګ راتګ نه منل، د پوځ له خوا د افغانانو نه ځورول، د مالونو ازاد وړل راوړل، پر مالونو د مالیې کمښت، د دولتي ښوونځیو پرانیستل کیدل، په ځڼغوزیو د مالیې نه وضعه کیدل، د خمرانګ دروازې له منځه وړل، د حکومت له زندانونو د سیمې د ځوانانو خوشې کېدل، د لارې د امنیت ټینګول، د روغتیايي اسانتیاو او دې ته ورته نورې غوښتنې شاملې وې.
پاکستاني حکومت تر اوسه پورې په دې اړه خپل دريځ نه دی روښانه کړی، خو د سوېلي وزیرستان واڼه او پکتیکا برمل ولسوالۍ تر منځ پر ډیورنډ فرضي کرښه د تلو راتلو لاره یې تړلې او هیچاته د تګ راتګ اجازه نه ورکوي

نور خبرونه

رادیو