د طالبانو د کار وزارت: په تېره یوه میاشت کې مو ۱۹ ښځو ته د کار زمینه برابره کړې ده

AP ۱۴۰۲ لیندۍ ۲۲

په داسې حال کې چې طالبانو د ښځو پر کار بندیز لګولی، د دې ډلې ویاند ۱۹ښځو ته د کار پېدا کولو خبر ورکړ.

ذبیح الله مجاهد وايي، چې د دوی د کار او ټولنیزو چارو وزارت په تېره یوه میاشت کې په بېلا بېلو څانګو کې د ۱۹ مېرمنو په ګډون ۵۸۰ کسانو ته د کار زمینه برابره کړې ده.

وروسته له هغې چې طالبانو د ۱۴۰۰ کال د زمري په میاشت کې بيا واک تر لاسه کړ، ښځې يې له دولتي دندو لرې کړې او د ښځو پر وړاندې يې سخت مقررات وټاکل.

د طالبانو د واکمنۍ سره ښځي اړې شوې، چې خپلې دندې پرېږدي.

طالبانو په غيري دولتي ادارو کې هم ښځې له کار کولو منع کړي او په تېرو دوو کلونو کې دغې ډلې د هلکانو له ښوونځيو څخه هم ښځينه ښوونکې له دندو لرې کړې دي.

د طالبانو ویاند دا نه دي ویلي، چې دا ښځې په کومو څانګو کې ګمارل شوي دي، خو پر خپلې اېکس پاڼې یې د ۱۹ مېرمنو لپاره د دندو د پېدا کولو خبره کړې ده.

ملګرو ملتونو په خپل تازه راپور کې د ۲۰۲۲ کال د ارقامو په حواله لیکلي، چې ۳۴ میلیونه وګړي چې د افغانستان د ټول نفوس ۸۶ سلنه جوړوي، د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي.

د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام په دې راپور کې ویل شوي، چې د بې وزلۍ له امله یو شمېر افغانان اړ شوي، چې خپل کورونه، ځمکې او جایدادونه وپلوري.

د طالبانو له لوري د ښځو پر کار د بنديز اړوند حکم په ټوله نړۍ کې په پراخه کچه غندل شوی دی.

د کار نړۍوال سازمان ویلي دي، چې طالبانو په افغانستان کې د ښځو لپاره د کاري فرصتونو په کمولو سره ښځې په ستونزمن حالت کې اچولې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو له دوو کلونو واک ته رسېدو وروسته د افغانستان اقتصاد په پرله پسې ډول له جدي ستونزو سره مخ کړی دی.

د طالبانو یوه جګپوړي مشر په دې وروستیو کې اعتراف وکړ، چې افغانستان د ډېرو بنديزونو او په نړۍواله ټولنه کې د رسميت نه پېژندلو له امله له جدي اقتصادي ستونزو سره مخ دی.

رادیو