د بشري حقونو چارواکی: په چمن د پاسپورټ جبري کېدو پرېکړه د لنډمهاله حکومت تر صلاحیت لوړه ده

AP ۱۴۰۲ لیندۍ ۲۲

د سپین بولدک ـ چمن پر دروازه د پاسپورټ د جبري کېدو په غبرګون د پرلت ۵۴مه ورځ د سوېلي پښتونخوا د بشري حقونو د کمیسیون خپل ملاتړ له یاد پرلت څخه اعلان کړ او وايي، دا ډول لویې پرېکړې یوازې د منتخبو حکومتونو په واک کې دي.

د چمن د پرلت نږدې دوه میاشتې پوره کیدونکې دي؛ خو د پاکستان حکومت یې د غوښتنو په وړاندې چوپ پاتې دی.
دغه پرلت د پاکستان د هغې پریکړې په غبرګون ووهل شو، چې د سپین بولدک ـ چمن پر دروزاه دې په پاسپورټ تګ راتګ تر سره شي.
پرلت وهونکي وايي، له خپلو غوښتنو نه پرشا کیږي او پاکستان دې د سپین بولدک ـ چمن پر دروازه په پاسپورټ د تګ راتګ پریکړه بېرته واخلي.
د پرلت وهونکو په خبره د پاکستان حکومت یې حقونه تر پښو لاندې کوي.
د پرلت وهونکو د مرکزي کمیټې غړی قاري داد الله وايي:«د پاکستان حکومت د سوېلي پښتونخوا چمن ښار ته هیڅ ډول خدمتونه نه دي وړاندې کړي او د پاکستان د نورو سیمو پرتله راسره دوه ګونی چلند کوي، چې حکومت موږ ته خدمتونه نه شي وړاندې کولای موږ هم د پاسپورټ په اړه د پاکستان د حکومت پریکړې نه منو.»
د سپین بولدک ـ چمن پر دروازه د پاسپورټ د جبري کیدو په غبرګون پرلت د اعتراض په ډول سلګونو ماشومانو لاریون وکړ، خو د حکومت پاملرنه یي ځانته جلب نه کړه.
دغه پرلت کې نن د سویلي پښتونخوا د بشري حقونو د کمیسون مشر هم ګډون کړی او د یاد پرلت څخه یې خپل ملاتړ اعلان کړ.
د سوېلي پښتونخوا د بشري حقونو مشر کاشف پانیزی وايي، دا پریکړه لنډمهالي حکومت په داسې حال کې کړې، چې د دوی تر واکونو لوړه ده.
« د سپین بولدک ـ چمن پر دروازه د پاسپورټ د جبري کیدو پریکړه د پاکستان لنډ مهالي حکومت کړې ده. دا پرېکړه د قانون له مخې د لنډمهالي حکومت تر صلاحیت لوړه ده. دا ډول پریکړي یوازې انتخابي حکومتونه کولای شي.»
تازه تیره ورځ د چمن د پرلت په ملاتړ او د پاسپورټ د نه منلو په غبرګون کې یو شمېر معلولو وګړو هم لاریون وکړ.
خو لا هم د پاکستان حکومت د پرلت وهونکو د غوښتنې په اړه کوم ګام نه دی اخیستی.

نور خبرونه

رادیو