خلیل الرحمان حقاني: پاکستان کې مو د افغان کډوالو د پانګو د لیږد لپاره کمیسون جوړ کړی

AP ۱۴۰۲ لیندۍ ۲۲

د طالبانو کډوالو چارو وزیر خلیل الرحمن حقاني وايي دغه کمیسیون به د افغان کډوالو ټولې هغه پانګې افغانستان ته ستنې کړي چې له دوی څخه هلته پاتې شوې دي.

د طالبانو کډوالو چارو وزیر ټینګار لري چې دوی به له پاکستانه د افغان کډوالو د پانګو د لېږد لپاره ژر تر ژره لاس په کار شي.

نوموړي د طالبانو تر واک لاندې ملي ټلویزیون سره د مرکې پر مهال د ستنو شویو سوداګرو لپاره د یو لړ امتیازاتو د ورکولو ټټر هم ووهلو او زیاته یې کړه چې له پاکستانه د خپلو پانګو لېږدونکي افغانان کولای شي له مالیې پرته خپل مالونه او کارخانې هېواد ته ولېږدوي او دلته د اړتیا وړ ځمکه د خپلو صنعتي فابریکو او نورو سوداګریزو فعالیتونو لپاره تر لاسه کړي.

د دغه کمیسیون د ګومارل کېدو خبر دوه میاشتې وړاندې طالب ویاندویانو هم ورکړی او ویلي یې و، چې دغه کمیسیون د دوی د لوی مشر ملا هبت الله په امر جوړ شوی.

یو شمېر افغان کډوال بیا د طالب چارواکو دغه شان څرګندونې بابیزه ګڼي او وايي دوی تشې ژمنې کوي، خو به عملي ډګر کې بیا څه نه کولای شي او نه یې کوي. دوی وايي پاکستاني چارواکي دوی ته له پنځوس زرو د زیاتو کلدارو د لېږد اجازه نه ورکوي او شتمنۍ او پانګې یې په هغه هېواد کې یرغملې پاتې دي.

تر دې وړاندې د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ د ګډې خونې مشر خانجان الکوزي افغانستان انټرنشنل ته ویلي و، چې په باکستان کې د افغانانو شاوخوا څلور ملیارده ډالره پانګه یرغمل شوې چې په هغو کې لویې او کوچنۍ صنعتي کارخانې، جایدادونه، موټرې او نورې منقولې او غیر منقولې شتمنۍ شاملې دي.

نور خبرونه

رادیو