فلسطیني پلوه هېکرانو د اسراییل د پوځ ویب پاڼه هېک کړې
د یروشلم پوسټ اسراییلي ورځپانې د راپور له مخې؛ د اسرايیل د پوځ د ویاند ویب پاڼه په سمه ییز وخت د چهارشنبې په ماښام د فلسطیني پلوه هېکرانو له خوا د لنډ وخت لپاره هېک شوې وې او هېکرانو د وېبپاڼې کورپاڼه کې اسراییل خلاف پیغامونه خپاره کړي وو.
دغو هېکرانو چې ځانونه یې اردنیان پېژندلي، د اسراییل د پوځ په ویبپاڼه یې لیکلي وو: "په غزه کې زموږ د خلکو پر وړاندې ستاسو غرور او بې عدالتي به تاسو ته یوازې د ترهګرۍ، وژنې او جګړې له لارې زیان ورسوي، که هغه په ځمکه کې وي، که په هوا کې یا په برېښنایي توګه وي."
هېکرانو لیکلي، چې دغه برید د دوی په وینا په غزه کې د اسراییل د ناوړو کړنو پر وړاندې د زیان منونکو خلکو د وژنې ځواب دی.
دوی خبر داری ورکړی: "دا یوازې د برېښنايي بریدونو پیل دی او له دې ځایه موږ تاسو ته وایو، چې موږ به یوازې د خپلې خاورې (فلسطین) له سیند تر سمندر پورې خپلواکي منو. که زمونږ جګړه د تل لپاره دوام وکړي، تاسې په بغیر له ترور او وژنو زمونږ نه بل څه ونه ګورئ."
د اکټوبر په میاشت کې د اسراییل او حماس ترمنځ د جګړې له پیل راهیسې پر اسراییل یو لړ سایبري بریدونو ترسره شوي دي.
د یو شمېر رپوټونو له مخې؛ دغه هېواد د پوستي شرکت ویبپاڼې هم د فلسطیني هېکرانو له خوا د چهارشنبې په ورځ د لنډ وخت لپاره هېک شوې وې او د برید د مخنیوي لپاره د لنډ وخت لپاره افلاین شوې وه، چې وروسته بېرته عادي حالت ته راستنه شوه.