طالبان: له زرو ډېر افغان کډوال له پاکستانه راستانه شوي ‏

AP ۱۴۰۲ لیندۍ ۲۲

د سپین بولدک او تورخم له لارې د (لېندۍ په ۲۱مه) ۱۲۰۰ افغان کډوال په جبري توګه او په خپله خوښه هېواد ته را ستانه شوي دي.

د طالبانو تر واک لاندې د کندهار ولایت سپین بولدک د سرحدي امریت‏ د معلوماتو له مخې، ۱۰۹ کورنۍ چې ټولټال ۶۶۲ تنه کېږي په جبري توګه افغانستان ته را ستانه شوي دي او له پېژندلو وروسته د خوړو نړيوال سازمان، د کډوالۍ نړېوال سازمان او د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ ته ور پیژندلي او له هرې کورنۍ سره یې ۱۰ زره افغانۍ مرسته کړې ده.

له بلې خوا د ننګرهار ولایت د تورخم سرحدي امریت د معلوماتو پر بنسټ، ۱۰۸ کورنۍ چې ټولټال ۵۳۸ تنه وو چې په جبري توګه را ستانه کړای شوي او دمرستو ترلاسه کولو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ او د کډوالو نړېوال سازمان ته ورپېژندل شوي دي.

له دغو دواړو لارو يو شمېر کډوال په خپله خوښه هم را ستانه شوي چې شمېر يې نه دی ښودل شوی.

نور خبرونه

رادیو