بامیانو ته تازه ستانه شوي کډوال وايي دوی او ماشومان یې په بېلابېلو موسمي ناروغیو اخته شوي

AP ۱۴۰۲ لیندۍ ۲۲

د افغانستان بامیانو ولايت ته په دې وروستیو کې ستانه شوي کډوال وایي د سړې هوا له امله یې ماشومان په سیخ او برېښ ناروغۍ اخته شوي، خو وايي دلته د دارو درملو کمښت او د متخصصو ډاکټرانو نشتوالي له سختو کړاوونو سره مخامخ کړي دي.

دغه تازه ستانه شوي کډوال چې له ایران او پاکستانه په دې وروستیو کې ستانه شوي وايي د ژمي په رارسېدو سره په دغه ولایت کې موسمي ناروغۍ د پام وړ ډېرې شوې دي، دوی وايي چې دمګړۍ په بامیانو کې هوا ډېره سړه شوې او خلک د خونو د تودولو له پاره هم څه په واک کې نه لري.

دوی وايي تر اوسه پورې چې کومې مرستې یې له نړیوالو ټولنو ترلاسه کړې، دوی ته بسنه نه کوي، په تېره بیا د خونو د تودولو له پاره هیڅ ډول امکانات په واک کې نه لري.

عوض علي چې د پاکستان له کراچۍ څخه تازه د بامیانو مرکز د «زرګران» سیمې ته ستون شوی د ټیلیفون په لیکه یې افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل: «کله چې تازه هېواد ته ستانه شو، خوشاله وو، په لومړیو شپو ورځو کې د خپلو خپلوانو کره اوسیدو، هر چا را ته میلمستیاوې کولې، له هغې وروسته چې خپلې ورانې ویجاړې کوډلې ته راستانه شو، دلته مو دروازه او کړکۍ نه شته او نه هم داسې نور څه لرو چې د ځان او د خپلو بچیانو د تودولو غم برې وخورو.»

عوض علي وايي: «دوه لوڼې او درې زامن مې ټول په سینه او بغل یا سیخ و برېښ ناروغۍ اخته شوي، روغتون ته یې چې بیایم هلته کافي دارو درمل نه شته چې موږ ته یې راکړي، هک حیران یو چې څه وکړو هیڅ اسره بله نه لرو.»

دغه راز، د بامیان بل اوسېدونکي غلام عباس وویل چې د ژمي موسم کې ډېری ماشومان او ښځې پر بېلابېلو ناروغیو اخته کېږي او که ډېره پاملرنه ورته و نه شي، ښایي ډېر خلک په تیره بیا ماشومان او د پاخه عمر لرونکي کسان به ومري.

موږ ډېره هڅه وکړه چې د ځايي روغتون له مشرانو سره د خلکو پر ستونزو، د ډاکټرانو او دارو درملو په نشتوالي خبرې وکړو، خو ځايي ډاکټرانو ویل چې دوی د طالب چارواکو له ویرې په دې برخه کې خبرې نه شي کولای.

هېواد ته د ستنو شویو کډوالو ستونزه یوازې د بامیانو په ولایت کې محدوده نه ده پاتې، بلکې د افغانستان هر ولایت ته ستانه شوي کډوال له ورته ستونزو او ورته برخلیک سره مخامخ شوي، دوی وايي نه طالبانو د دوی د ستونزو هواري له پاره ډاډ ورکړی او نه هم نړېوالې ټولنې، که ګاونډیو هېوادونو په دغه سره ژمي کې دوی په زوره له خپلو هېوادونو نه وای شړلي، نو په راتلونکي پسرلي کې به په ارامه او هوسا توګه ستانه شوي وای او پخپل هېواد کې به یې له سره نوی ژوند په ډاډه زړه بیل کړی وای.

نور خبرونه

رادیو